اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سيکرټيريټ د حکومت د کفايت شعاري پاليسۍ په تناظر كښې اسمبلي سيکرټريټ كښې په هر ډول خرڅون كښې كمي لپاره د اقدامات اعلاميه جاري كړې ده۔ د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ سيکرټريټ وياند له مخئ د سپيکر سردار اياز صادق په منظورۍ د جاري كړې اعلاميه له مخئ راتلونكو دريو مياشتو لپاره 50 فيصده عمله به د …
د کفايت شعارۍ پاليسي، په اسمبلي سيکرټيريټ كښې په هر ډول خرڅون كښې كمي لپاره د اقدامات اعلاميه جاري

مزید خبریں
اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سيکرټيريټ د حکومت د کفايت شعاري پاليسۍ په تناظر كښې اسمبلي سيکرټريټ كښې په هر ډول خرڅون كښې كمي لپاره د اقدامات اعلاميه جاري كړې ده۔ د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ سيکرټريټ وياند له مخئ د سپيکر سردار اياز صادق په منظورۍ د جاري كړې اعلاميه له مخئ راتلونكو دريو مياشتو لپاره 50 فيصده عمله به د كوره كار كوي، دا ډيوټۍ به د روټيشن په بنياد كولې شي٬ د پټرول کھپت 50 فيصده كړے شٶے او ګاډي او د آئي ټي مصنوعاتو پشمول دريو مياشتو لپاره په هر ډول پرچېزنګ به هم بندېز وي٬ په بهرنيو دورو به هم بندېز وي خو د انټرنيشنل پارټنرز لخوا سکالر شپس او د تربيي پروګرام له مخئ دوره كوٶنكي به د دې پابندۍ نه مستثنيٰ وي۔ د غېر ملكي پلاويو په درناوي كښې د مېلمستيا نه علاوه به په هر ډول سركاري ډنرز بندېز وي٬ د قائمه کميټو د ورچوئل غونډو به ډاډګيرنه كولې شي او د كمېټو د غونډو شمېره به هم كمولې شي۔ په اعلاميه كښې وئيلي شوي د ټيلي کانفرنسنګ د لارې به د پارلماني غړو ګډون باوري كولې شي دغسې چې د ايندھن او د نورو خرڅونو بچت وكړے شي٬ ورك فرام هوم عملې ته به خوراك او نور الاٶنس نه وركړے كېږي او داسې ملازمين به د پېشګي اجازې نه غېر د ښار نه بهر نه ځي او د ضرورت له مخئ به په يو ساعت كښې په دفتر كښې خپله حاضري د باوري كولو پابند وي٬ په مياشتني بنياد به په اي آر اي بجټ كښې پنځه فيصده كمے راوستلے شي








