اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د بلوچستان په ضلع نوشكي كښې د پوليو مخنيوي په ډله د نامعلومه وسله والو د ډزو د پېښې غندنه وكړه ٬ په ډزو كښې پوليس اهلكار كانسټيبل محمد ياسر او كانسټيبل عبدالروف شهيدان شول ٬ ده د دواړو اهلكارو په شهادت د غم دړد او افسوس څرګندونې كولو سره شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده …
وفاقي وزير محسن نقوي په نوشكي كښې د پوليو په ډله د ډزو غندنه وكړه٬ شهيدو شوو اهلكار ته پېرزوئنې
اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د بلوچستان په ضلع نوشكي كښې د پوليو مخنيوي په ډله د نامعلومه وسله والو د ډزو د پېښې غندنه وكړه ٬ په ډزو كښې پوليس اهلكار كانسټيبل محمد ياسر او كانسټيبل عبدالروف شهيدان شول ٬ ده د دواړو اهلكارو په شهادت د غم دړد او افسوس څرګندونې كولو سره شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده غمژنيو كورنيو سره د غمرازۍ او همدردۍ څرګندونې كښې د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا كولو سره غمژنيو كورنيو سره د يووالي څرګندونه هم وكړه۔ ده واضحه كړه چې د هېواد د كوچنيانو سباٶن خوندي كوٶنكو پوليو وركرز په ډله بريد د درنده صفت عناصرو ناوړه او نه بخښونكے جرم دے۔ ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې د پوليو په ډلو او محافظينو بريد كوٶنكي درنده صفت عناصر د رعايت مستحق نه دي۔ هغوي به ډېر زر خپل انجام ته ورسولې شي۔











