وزيراعظم محمد شهباز شريف د جماعت اسلامي امير حافظ نعيم الرحمن سره ټېلي فوني تماس، د اسلام آباد پرلت په موخر كولو خبرې

نيويارك 22 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د جماعت اسلامي امير حافظ نعيم الرحمن سره ټېلي فوني تماس نېولے دے ٬ په دې موقع په اسلام آباد كښې د پرلت په موخر كولو خبرې وشوې۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم ووئيل حكومت په معاشي توګه كمزورے او متوسط طبقې ته د دوي د ستونزو له مخې په پټروليم مصنوعات ريليف …

نيويارك 22 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د جماعت اسلامي امير حافظ نعيم الرحمن سره ټېلي فوني تماس نېولے دے ٬ په دې موقع په اسلام آباد كښې د پرلت په موخر كولو خبرې وشوې۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم ووئيل حكومت په معاشي توګه كمزورے او متوسط طبقې ته د دوي د ستونزو له مخې په پټروليم مصنوعات ريليف وركوي او چې څومره ممكن وي اولس ته ريليف وركول به باوري كولې شي۔ د جماعت اسلامي امير د وزيراعظم د وړاندېز هركلي كولو سره ووئيل جماعت اسلامي د پرلت په موخر كولو غور  كوي٬ دواړو مشرانو د وزيراعظم دورې نه وروستو د ملاقات كولو او په دې خبره نلا مشاورت روانه ساتلو ته  اتفاق وكړو ۔