نیویارک ۔22 ستمبر(اے پی پی) نائب وزيراعظم / خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 81 مې غونډې په موقع د ليبيا د لنډ مهالي بهرنيو چارو وزير الطاهر الباعور سره ملاقات وكړو په كوم كښې چې په سیمه ییزه، نړیواله او د منځني ختیځ په بدلېدونكې وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر له مخې دواړو لارښودو د پاكستان او …
د نائب وزیر اعظم او د لیبیا د لنډمهالي بهرنیو چارو وزیر ترمنځ لیدنه ٬ په سیمه ییزه، نړیواله او د منځني ختیځ په بدلېدونكې وضعه د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
نیویارک ۔22 ستمبر(اے پی پی) نائب وزيراعظم / خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 81 مې غونډې په موقع د ليبيا د لنډ مهالي بهرنيو چارو وزير الطاهر الباعور سره ملاقات وكړو په كوم كښې چې په سیمه ییزه، نړیواله او د منځني ختیځ په بدلېدونكې وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر له مخې دواړو لارښودو د پاكستان او ليبيا ترمينځه په بېلو څانګو په خاص توګه تجارت ٬ تعليم او په كاروباري كچه د رابطو په شمول د ملګرتيا اړيكو په مضبوطولو كښې خوښي ښكاره كړه او په سیمه ییزه، نړیواله او د منځني ختیځ په بدلېدونكې وضعه يۍ خبرې هم وكړې۔ د ليبيا خارجه وزير سيمه ييز امن او استحكام لپاره د پاكستان د تعميري سفارتي هڅو ستائنه وكړه۔ نائب وزيراعظم به دې خبره زور راوړو چې په سيمه ايزو ننګونو قابو موندلو له مذاكرات او سفارت كاري د عمل وړ سرچينې دي، سيمه ييز استحكام ته وده وركولو له به ټولو فريقو له اسلام آباد مفاهمتي يادښت پلو بېرته راتلل وي۔









