اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاكستان د زر مبادله پانګې د تاريخ تر ټولو لوړې كچې 4۔21 ته په رسېدو د تشكر څرګندونه كړې ده۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې نه جاري بيان تر مخه وزيراعظم شهباز شريف سټېټ بانك آف پاكستان سره د زر مبادله پانګې د4 ۔21 ارب ډالر ته په رسېدو د لوي څښتن شكر …
وزيراعظم شهباز شريف د پاكستان د زر مبادله پانګې د تاريخ لوړی كچې 4۔21 ارب ډالر ته په رسېدو د تشكر څرګندونه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاكستان د زر مبادله پانګې د تاريخ تر ټولو لوړې كچې 4۔21 ته په رسېدو د تشكر څرګندونه كړې ده۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې نه جاري بيان تر مخه وزيراعظم شهباز شريف سټېټ بانك آف پاكستان سره د زر مبادله پانګې د4 ۔21 ارب ډالر ته په رسېدو د لوي څښتن شكر ادا كولو سره دا معشي استحكام پلو يو تاريخي سنګ ميل ګرځولے دے۔ ده ووئېل د زر مبادله پانګې 4۔21 ارب ډالر ته رسېدل د معاشي ډلې د شپه ورځې خوارۍ او په سم لوري د ګامونو ثبوت دے۔ ترسيلات زر او د خدمات برآمدات كښې ښكاره ښه والے ٬ د كرنټ اكاونټ مخ په ښه كېدونكے صورتحال او مالياتي نظم و ضبط د پانګو په زياتوالي كښې مهم كردار ترسره كړے دے۔ وزيراعظم ووئېل تر نړيوالو منډيانو د پاكستان كاميابه رسائي هم د هېواد په معيشت د نړۍ د باور عكاسي ده٬ د زرمبادله په پانګو كښې زياتوالے نه يوازې د بهر ادائيګيو صلاحيت ېه مضبوط كړي بلكې د نړيوالو معاشي ستونزو مقابلې كولو كښې به زمونږ استعداد هم يو په څو زيات كړي۔وزيراعظم ووئېل مستحكم معاشي پوزيشن به هېواد كښې د بهرني باور ٬ سرمايه كارۍ او تل پاتي معاشي پرمختګ نوې ورونه بېرته كړي۔ وزيراعظم د خزانې وزير اونګزېب ٬ د سټېټ بېنګ ګورنر٬ د حكومتي معاشي ډلې او په خاص توګه بهر پاكستانيانو ته په دې مهمه كاميابۍ پېرزةئنې وړاندې كړې۔









