امن، مذهبي همغږۍ او د روادارۍ ودي لپاره اجتماعي هڅو ته اړتيا ده۔وفاقي وزير اورنګزيب  كھچي

  كوئټه 17 ستمبر (اے پي پي) د قومي ورثې و ثقافت وفاقي وزير اورنګزيب خان كھچي وئيلي دي پاكستان د بيلو مذهبونو، كلتورونو او عقيدو ښكلي ګلدسته ده،كه ټول مكاتب فكر د اتحاد و اتفاق مظاهره وكړي نو هېواد د پرمختګ او سوكالۍ پلو روانيدے شي، امن، مذهبي همغږۍ او د روادارۍ و دي لپاره اجتماعي هڅو ته اړتيا ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده پاكستان پاورټي ايليويشن فنډ تر …

 

كوئټه 17 ستمبر (اے پي پي) د قومي ورثې و ثقافت وفاقي وزير اورنګزيب خان كھچي وئيلي دي پاكستان د بيلو مذهبونو، كلتورونو او عقيدو ښكلي ګلدسته ده،كه ټول مكاتب فكر د اتحاد و اتفاق مظاهره وكړي نو هېواد د پرمختګ او سوكالۍ پلو روانيدے شي، امن، مذهبي همغږۍ او د روادارۍ و دي لپاره اجتماعي هڅو ته اړتيا ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده پاكستان پاورټي ايليويشن فنډ تر سيوري لاندې بلوچستان سينټر آف ايكسيلنس آن كانټر وائلنس ايكسټريميز او سي پي ډي په مرسته امن، تكثيريت او د مذهبونو ترمينځه همغږۍ په سرخط شريكي مكالمې ته وينا كښې وكړه۔دستوره كښې د منصوبه بندۍ او پرمختګ صوبائي وزير مير ظهور احمد بليدي ،پاكستان پاورټي ايليويشن فنډ چيف ايګزيكټو آفيسر نادر ګل بړيچ، پخوانې سيكرټري حافظ محمد طاهر، ډاكټر سميعه راحيل قاضي، ډاكټر دوست محمد بړيچ، مختلف مكاتب فكر سره تعلق لرونكو مذهبي لارښودو علامه هاشم موسوي، سائمن بشير، ډاكټر عطا الرحمن، قاري عبدالرشيد او سردار جسپير سنګھ پشمول نورو ګډون وكړو۔ده ووئيل پاكستان او پاكستانيت په اړه خبرتيا او د تعليم وده كښې د مذهبي قيادت كردار د ستائني وړ دے او په دې د ټولو  مذهبي لارښودو مننه كوو۔ده ووئيل پاكستان د بيلو مذهبونو، كلتورونو او عقيدو يوه ښكلي ګلدسته ده ، كه ټول مكاتب فكر د اتحاد و اتفاق مظاهره وكړي او هېواد د پرمختګ او سوكالۍ پلو روانيدے شي، مذهبي همغږي، رواداري او امن ودي لپاره اجتماعي هڅو ته اړتيا ده۔قاري عبدالرشيد ،سردار جسپير سنګھ ،ډاكټرعطا الرحمن او نورو مقررينو ووئيل امن لپاره بايد د مكالمے سلسله جاري وساتلے شي،دغسې د امن پيغام د پاكستان ټولو وګړو ته ورسولې شي او دا زمونږ شريكه ذمه واري ده۔

مزید خبریں