اسلام آباد۔16ستمبر(اے پی پی)د پاكستان نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار مكه ريجن پلو د ډرون بريد هڅې په سختو ټكو غندلو سره وئېلي دي پاكستان د حرمين شريفين تحفظ لپاره سعودي عرب سره ولاړ دے۔د شورو په ورځ په ايكس خپل بيان كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار ووئېل پاكستان د دې اقدام سخته غندنه كوي٬دا اقدام د سعودي عرب سيمه …
پاكستان د حرمين شريفين تحفظ لپاره سعودي عرب سره ولاړ دے۔نائب وزيراعظم اسحاق ډار
اسلام آباد۔16ستمبر(اے پی پی)د پاكستان نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار مكه ريجن پلو د ډرون بريد هڅې په سختو ټكو غندلو سره وئېلي دي پاكستان د حرمين شريفين تحفظ لپاره سعودي عرب سره ولاړ دے۔د شورو په ورځ په ايكس خپل بيان كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار ووئېل پاكستان د دې اقدام سخته غندنه كوي٬دا اقدام د سعودي عرب سيمه ايزې خپلواكۍ او سالمتيا خلاف ورزي ده او د دې څخه د ټولې نړۍ مسلمانانو مذهبي جذبات مجروح شوي دي۔ده ووئېل دا اقدام د سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره هم خطر دے۔ده ووئيل پاكستان د حرمين شريفين تقدس و سلامتيا او د زائرينو ٬وګړو او استوګنو تحفظ لپاره د سعودي عرب اولس او قيادت سره ولاړ دے۔











