اسلام آباد۔16ستمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف امر كړے دے چې سمېډا دې د هېواد په بېلو برخو كښې د وركوټو او منځومانه درجې صنعتونو او كاروباري كسانو مالي مرستې لپاره بشپړه تګلاره وضعه كري ٬ د سمېډا د كاروبار ودې په تګلاره كښې دې زياتې نه زياتې سيمې او څانګې شاملې كړې شي۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د شورو په …
سمېډا دې د وركوټو او منځومانې درجې صنعتونو ٬ كاروباري كسانو مالي مرستې له بشپړه تګلاره وضعه كړي: وزيراعظم
اسلام آباد۔16ستمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف امر كړے دے چې سمېډا دې د هېواد په بېلو برخو كښې د وركوټو او منځومانه درجې صنعتونو او كاروباري كسانو مالي مرستې لپاره بشپړه تګلاره وضعه كري ٬ د سمېډا د كاروبار ودې په تګلاره كښې دې زياتې نه زياتې سيمې او څانګې شاملې كړې شي۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د شورو په ورځ په اسلام آباد كښې د وزيراعظم به مشرۍ كښې د وړو او منځومانې درجې صنعتونو او كاروباري وګړو مالي مرستې او آسانيو لپاره د سمېډا په نګرانه كښې د روانو اقداماتو جاج اغستو غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د بريفنګ په مهال ووئيل شول سمېډا د بېلو اړوندو ادارو په مرسته په كوټلې او بشپړه تګلاره كار كوي۔ په غونډه كښې نائب وزيراعظم اسحاق ډار، د قومي غذائي تحفظ وفاقي وزير رانا تنویر حسین، د قانون او نصاف وفاقي وزير نذیر تارړ، د تجارت وفاقي وزير جام کمال، د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چیمه، د خزانې وزير مملكت بلال اظهر كياني ٬ د وزيراعظم د تجارت سلاكار هارون اختر ٬ د وزيراعظم د يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود خان او د اړوندو سركاري ادارو عهدېدارو ګډون وكړو۔ په دې موقع وزيراعظم هدايت وكړو چې سمېډا دې د هېواد په بېلو برخو كښې د وړو او منځومانه درجې صنعتونو او كاروباري حضرات مالي مرستې لپاره بشپړه تګلاره وضعه كړي او په دې كښې دې زياتې نه زياتې سيمې او څانګې شاملې كړې شي۔ وزيراعظم ته بريفنګ كښې ووئيل شول د وړو او منځومانې درجې صنعتونو تقويت او د كاروباري وګړو مرستې له په هره كچه اقدامات كېږي۔ د وړو کاروبارونو سره د تړلو صنعتونو د برآمدات زیاتوالي او نړیوالو ماركيټونو ته لاس رسنۍ لپاره په نړیوالو معیارونو کار روان دے












