چين به  پاكستان كښې د جديد لا انفورسمنټ سينټر جوړولو له مرسته كوي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير  او د چين د پبلك سكيورټي نائب وزير ترمينځه ملاقات كښې اتفاق

  اسلام آباد۔16ستمبر(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د چين د پبلك سكيورټي نائب وزير ګاو چي د شورو په ورځ ملاقات وكړو چې پكښې د پاكستان -چين دوه اړخيزه اړيكو٬د ترهه ګرۍ مخ نيوي او د نشه اي قاچاق مخ نيوي په اړه په شريكو اقداماتو تفصيلي  د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔په ملاقات كښې د پوليس ټريننګ ايكسچينج پروګرام او د فورسز جديد ټېكنالوجۍ و …

 

اسلام آباد۔16ستمبر(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د چين د پبلك سكيورټي نائب وزير ګاو چي د شورو په ورځ ملاقات وكړو چې پكښې د پاكستان -چين دوه اړخيزه اړيكو٬د ترهه ګرۍ مخ نيوي او د نشه اي قاچاق مخ نيوي په اړه په شريكو اقداماتو تفصيلي  د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔په ملاقات كښې د پوليس ټريننګ ايكسچينج پروګرام او د فورسز جديد ټېكنالوجۍ و آلات وركولو په اړه شريكې مرستې لا زياتولو ته اتفاق وكړے شو ۔په دې موقع په دې خبره هم اتفاق وشو چې چين به پاكستان كښې جديد لاانفورسمنټ سينټر جوړلو له بشپړه تكنيكي او لاجسټك مرسته وركوي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل  مجوزه لا انفورسمنټ سينټر به د پاكستان چين لازواله ملګرټيا يو بل روښانه علامت ثابت شي۔ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې پاكستان چين سره داخلي سلامتيا په اړه ټولو څانګو كښې مرستې ته لا پراختيا وركولو  له خوښي لري۔د چين داخله نائب وزير ګاو چي د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د پوخ عزم او بې مثاله قربانو ستائنې كولو سره د امنيت څانګو كښې اسلام آباد سره د مكمل مرستې دوامداره ساتلو باور وركړو