اسلام آباد۔15ستمبر (اے پي پي)د اقتصادي چارو و اسټیبلشمنټ دویژن وفاقي وزير سینیټر احد چیمه د ډرګ ریګولیټري اتھارټي آف پاکستان ډریپ د مضبوطې، زیاتې خود مختارې او اختیار مندې ریګولیټري و پرائسنګ اتھارټي جوړولو لپاره په جامع ادارہ جاتي او پالیسي اصلاحات زور راوړلو سره د درآمدي داروګانو د بيعو ټاكنې لپاره په موجودہ فارموله هم د نظرثانۍ كولو په ضرورت زور راوړو ۔ ده دا خبره د …
د ډریپ خودمختاره ، اختیار منده او موثر ریګولیټري و پرائسنګ اتھارټي جوړولو لپاره اصلاحات ضروري دي، د وفاقي وزیر سېنېټر احد چیمه غونډې ته خطاب

مزید خبریں
اسلام آباد۔15ستمبر (اے پي پي)د اقتصادي چارو و اسټیبلشمنټ دویژن وفاقي وزير سینیټر احد چیمه د ډرګ ریګولیټري اتھارټي آف پاکستان ډریپ د مضبوطې، زیاتې خود مختارې او اختیار مندې ریګولیټري و پرائسنګ اتھارټي جوړولو لپاره په جامع ادارہ جاتي او پالیسي اصلاحات زور راوړلو سره د درآمدي داروګانو د بيعو ټاكنې لپاره په موجودہ فارموله هم د نظرثانۍ كولو په ضرورت زور راوړو ۔ ده دا خبره د نهې په ورځ د داروګانو د بيعو په اړه د اعلې كچې غونډې مشرۍ كښې وكړه ۔ وفاقي وزیر ووئېل د ډریپ د اوسني ادارہ جاتي او انتظامي ډھانچې، د قامي صحت وزارت سره تعلق، د فیصله سازۍ نظام او د پالیسي بورډ د کردار او د اختیارات د سره بيا جاج اغستو ته ضرورت دے ۔ سینیټر احد چیمه ووئېل د اصلاحات مقصد ډریپ ته زياته ادارہ جاتي او انتظامي خودمختاري وركول او د ریګولیټري و پرائسنګ پرېكړو كښې د غیر ضروري وزارتي عمل دخل كمولو سره سپېځلتيا ، ځواب وركول او ضروري نګراني هم باوري كول غواړي ۔ده د نیپرا او اوګرا غوندې خودمختاره ریګولیټري ادارو د ماډلز حواله وركولو سره ووئېل د ډریپ تنظیم نو په مهال د هغه ادارو د اړندو برخو هم جاج اغستل پكار دے ، خو په دې لړ كښې د فارماسیوټیکل ریګولیشن او د روغتيا خاص تقاضې تر نظره ساتل ضروري دي ۔وفاقي وزیر واضحه كړه چې اصلاحات يوازې د څو انتظامي یا طریقه کار محدود نه دي پكار بلکې د ډریپ د مجموعي ادارہ جاتي ډھانچې، مینډیټ، ګورننس او د فیصله سازۍ نظام جامع جاج اغستل غواړي ۔ده په خاص توګه د ډریپ د پالیسي بورډ لا مضبوطولو او اختیار مندده جوړولو باندې زور راوړو۔ دغسې ۔د موسمياتي بدلون وفاقي وزیرډاکټر مصدق ملک او د روغتيا وزارتِ سېكرټري ډاکټر فخرِ عالم عرفان هم د موجودہ پالیسۍ او ادارہ جاتي فریم ورک د پراخه جاج اغستو ضرورت سره اتفاق وكړو او د ډریپ لا مضبوطولو لپاره يې د دې د میډیټ، ګورننس او د فیصله سازۍ نظام كښې د مناسب بدلونونو د جاج اغستو مرسته وكړه ۔غونډه كښې د درآمدي داروګانو د بيعو په موجودہ فارموله هم تفصیلي غور وكړے شو ۔ سینیټر احد چیمه ووئېل د داروګانو د بيعو سپېځلے نظام، په شواهد اډاڼه او د مارکیټ حقیقي صورتحال سره سمول غواړي ٬ دغسې چې د ضروري داروګانو شته والے باوري كولو سره سره صارفین ته د كوم جواز نه لرونكو بيعو خخه هم تحفظ وركړے شي ۔









