اسلام آباد۔15ستمبر(اے پی پی)د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين د اوليو كلچر پراجيكټ پیشرفت او په دې د عملدرآمد جاج اخستلو لپاره د پراجيكټ ډلې غونډه وكړه۔په غونډه كښې د پراجيكټ مشر ډاكټر محمد طارق د ډلې مشري وكړه۔په غونډه كښې په هېواد كښې د جامع اوليو ويليو چين ودې د اقدامات جاج واغستلے شو ۔د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وزارت د اعلاميې …
د وفاقي وزير رانا تنوير حسين په مشرۍ كښې د اوليو كلچر پراجيكټ د پیشرفت په اړه غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد۔15ستمبر(اے پی پی)د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين د اوليو كلچر پراجيكټ پیشرفت او په دې د عملدرآمد جاج اخستلو لپاره د پراجيكټ ډلې غونډه وكړه۔په غونډه كښې د پراجيكټ مشر ډاكټر محمد طارق د ډلې مشري وكړه۔په غونډه كښې په هېواد كښې د جامع اوليو ويليو چين ودې د اقدامات جاج واغستلے شو ۔د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وزارت د اعلاميې له مخې وفاقي وزير په دې خبره هم زور راوړو چې د زيتون پیداوار يوازې تر شجركارۍ محدود ساتلو په ځائے دې پیداوار٬ايكسټريكشن٬ پروسيسنګ٬ذخيره٬پيكيجنګ٬ د معيار كتلو او په ماركيټنګ مشتمل بشپړ ويليو چين جوړ كړے شي د كوم چې بنيادي ګټه كروندګرو ته رسول پكار ده ۔غونډې ته ووئيل شول د نظرثاني شوې منصوبې له مخې د درېو كلونو په مهال نزدې 15 زره ايكړ زمكه باندې شجركاري او د 20 لكه زيتون بوټو د وركولو هدف ټاكلے شوے دے ۔وفاقي وزير د دې خبرې پخلے وكړو چې اوليو پروګرام ته د قامي اوليو ويليو چېن په بنياد وركولو د پاكستان د زياتېدونكې زيتون صلاحيت د كرونده ګرو د آمدن زياتولو٬ ويلو ايدېشن٬ معياري مصنوعات او په يو پائېداره اوليو انډسټړي بدلېدې شي










