د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ غونډه٬  د قومي غذائي تحفظ او تحقيق ډويژن 2023-24 او 2024-25 آډټ اعتراضات جاج واغستلے شو

  اسلام آباد۔15ستمبر(اے پی پی)د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ غونډه په پارليمنټ هاؤس كښې د معين عامر پير زاده په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د قومي غذائي تحفظ او تحقيق ډويژن  د كا ل2023-24 او 2024-25 آډټ اعتراضات جاج واغستلے شو ۔په غونډه كښې د كمېټۍ غړو پشمول د اړوند سركاري ادارو افسرانو ګډون وكړو ۔په غونډه كښې د زرعي ټيوب ويلو لپاره د وزيراعظم سولرائزېشن پروګرام له مخې وركړے …

 

اسلام آباد۔15ستمبر(اے پی پی)د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ غونډه په پارليمنټ هاؤس كښې د معين عامر پير زاده په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د قومي غذائي تحفظ او تحقيق ډويژن  د كا ل2023-24 او 2024-25 آډټ اعتراضات جاج واغستلے شو ۔په غونډه كښې د كمېټۍ غړو پشمول د اړوند سركاري ادارو افسرانو ګډون وكړو ۔په غونډه كښې د زرعي ټيوب ويلو لپاره د وزيراعظم سولرائزېشن پروګرام له مخې وركړے فنډز په فروري 2024 كښې قومي غذائي تحفظ وزارت څخه د اوبو وسائلو وزارت ته د منتقل كولو په آډټ اعتراض ټولو غړو د حيرانتيا څرګندونه وكړه ۔د قامي غذائي تحفظ سېكرټري ووئېل  دا پريكړه د منصوبه بندۍ ډويژن وه٬په دې غړو ووئېل  د منصوبه بندۍ ډويژن سېكرټري افسر دې راوبللے شي او پوښتنه دې تر ېوكړې شي چې د دې ضرورت ولې محسوس شو۔پي اے سي هدايت وكړو چې راتلونكې غونډه كښې دې د منصوبه بندۍ كمېشن او اوبو وسائلو سېكرټري په دې معامله د ټولو وجوبات تفصيلات څخه وړاندې كړي ۔دغس ېپه غونډه كښې د قامي غذائي تحفظ وزارت 2024-25 آډټ رپورټ جاج واخستلے شو ۔آډټ چارواكو ووئيل  د بونس جواز نه جوړېدو۔د غونډې صدر نشين هدايت وكړو چې د خزانې وزارت دې په دې معامله په 7 ورځو كښې ځواب وركړي او كه هغوي د ريكوري ووئيل نو په سمدستي توګه دې ريكوري وكړې شي۔غړو په  پي اے آر سي كښې د پيپرا رولز په خلاف ورزو د اندیښنې څرګندونه وكړه ٬ په دې د پي اے آر سي چيئرمېن ووئيل  په دې چارو ځينې خلق د نوكرو څخه اخوا كړی شوي هم دي او محكمانه كمېټي هم جوړه كړې شوې ۔دغسې پبلك اكاؤنټس كمېټي پي اے آر سي ته هدايت وكړو چې په درېو مياشتو كښې په اقدامات كولو دې بيا پي اے سي خبر كړی شي۔

مزید خبریں