اسلام آباد۔15ستمبر(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د يوګنډا سپيكر جيكب ماركسنز اوبوته سره ملاقات كړے كوم چې د سوئېلې افريقې ښار كيپ ټاؤن كښې د روان 69م دولت مشتركه پارليماني كنفرنس په موقع وشو ۔د قامي اسمبلۍ سيكرټرېټ له مخې د قامي اسمبلۍ سپيكر د يوګنډا سره پارليماني روابط لا قوي كولو په اړه زور راوړو او د يوګنډا هم څنګ ته يې د پاكستان …
د قامي اسمبلۍ سپيكر د يوګنډا سپيكر سره ملاقات٬موسمياتي بدلون٬پارليماني څانګو كښې مرستې زياتولو ته اتفاق

مزید خبریں
اسلام آباد۔15ستمبر(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د يوګنډا سپيكر جيكب ماركسنز اوبوته سره ملاقات كړے كوم چې د سوئېلې افريقې ښار كيپ ټاؤن كښې د روان 69م دولت مشتركه پارليماني كنفرنس په موقع وشو ۔د قامي اسمبلۍ سيكرټرېټ له مخې د قامي اسمبلۍ سپيكر د يوګنډا سره پارليماني روابط لا قوي كولو په اړه زور راوړو او د يوګنډا هم څنګ ته يې د پاكستان دورې بلنه وركړه ۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ووئيل پاك يوګنډا پارليماني فرينډشپ ګروپ د پارليماني روابط په وده كښې مهم كردار ادا كوي۔دوي د پاكستان يو ګنډا ترمينځه اعلٰی تعليم٬كركيلې او غذائي تحفظ كښې په مرسته خبرې وكړي۔دواړو لارښودو د موسمياتي بدلون او پارليماني څانګو كښې شريكې مرستې زياتولو ته اتفاق وكړو ۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ووئيل پاكستان د شخړو امناكه هوارے غواړي ٬جنګ د كومې مسئلې حل نه دے۔دغسې د قامي اسمبلۍ سپيكر يوګنډا ته د (سي پي اے) د ميرمنو غړو پارليمنټ كنفرنس كښې د ګډون بلنه هم وركړ ه ۔ د يوګنډا سپيكر جيكب ماركسنز اوبوتھ د قامي اسمبلۍ سپيكر د يوګنډا په اړه تاثرات ستائېلو سره ووئېل يوګنډا پاكستان سره خپلو د ملګرتيا اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري٬ د دواړو هېوادونو پارليمانونو ترمينځه د روابطو ودې ته اړتيا ده۔دغسې د يوګنډا سپيكر د نړيوال امن لپاره د پاكستان كردار وستائېلو۔










