کيپټن محمد سهېل چوهدري د اسلام آباد آئي جي ذمه وارۍ تر لاسه كړې

  اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) کيپټن محمد سهېل چوهدري د اسلام آباد نوي آئي جي د چوكۍ ذمه وارۍ تر لاسه كړي  ۔ د اسلام آباد پوليس وياند له مخئ  د نوي آئي جي پي سنټرل پوليس آفس ته په راتګ د پوليس چارواكو او ځوانانو د دوي تود هركلے وكړو٬ په سنټرل پوليس آفس كښې د کمان بدلېدو وقار لرونكې دستوره وشوه چې پكښې کيپټن محمد …

 

اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) کيپټن محمد سهېل چوهدري د اسلام آباد نوي آئي جي د چوكۍ ذمه وارۍ تر لاسه كړي  ۔ د اسلام آباد پوليس وياند له مخئ  د نوي آئي جي پي سنټرل پوليس آفس ته په راتګ د پوليس چارواكو او ځوانانو د دوي تود هركلے وكړو٬ په سنټرل پوليس آفس كښې د کمان بدلېدو وقار لرونكې دستوره وشوه چې پكښې کيپټن محمد سهېل چوهدري په رسمي توګه د آئي جي اسلام آباد ذمه وارۍ پغاړه واخستې٬ په دې موقع د پوليس يوې چټك ډلې دوي ته سلامي وكړه ٬ دغسې کيپټن محمد سهېل چوهدري پوليس افسرانو سره تعارفي ملاقاتونه وكړل او  د اسلام آباد نوي آئي جي ته د افسرانو په وظيفائي چارو تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ آئي جي اسلام آباد د سنټرل پوليس آفس عملې سره وليدل او په بېلو چارو ئې خبرې وكړې۔ په دې موقع د اسلام آباد نوي آئي جي کيپټن محمد سهېل چوهدري د شهيدانو په يادګار حاضري كولو سره شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د هغوي لوړو درجو لپاره دعا وكړه۔

مزید خبریں