اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك وئيلي دي پاكستان كښې په تېرو څلور پنځو تباهۍ كوونكو سېلابونو په مهال نزدې 7 زره كسان په رسېدلي٬ 174 زره كسان ژوبل يا مستقل معذوره او 4 كروړه كسان بې كوره شوي دي۔ دا خبره ده د نهې په ورځ په "پاکستان كښې د هجرت او مائيګريشن ګورننس ښه والي كښې د پارلمان …
پاکستان كښې د تېرو تباهۍ كوونكو سېلابونو په مهال نزدې 7 زره كسان پحق رسېدلي٬ 174 زره كسان ژوبل يا مستقل معذوره او 4 كروړه كسان بې كوره شوي دي۔ وفاقي وزير مصدق ملك

مزید خبریں
اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك وئيلي دي پاكستان كښې په تېرو څلور پنځو تباهۍ كوونكو سېلابونو په مهال نزدې 7 زره كسان په رسېدلي٬ 174 زره كسان ژوبل يا مستقل معذوره او 4 كروړه كسان بې كوره شوي دي۔ دا خبره ده د نهې په ورځ په “پاکستان كښې د هجرت او مائيګريشن ګورننس ښه والي كښې د پارلمان په كردار” موضوع پېنل ډسکشن كښې وكړه ۔ ده ووئيل دا يوازې د سلو كسانو ٬ زرو يا د لس زره كسانو د كډې كولو نه بلكې د 4 كروړه بې كوره شوو كسانو معامله ده، كومه چې د اروپا د زياتره هېوادونو د آبادۍ څخه زياته شمېره ده۔ ده په بلوچستان كښې په كليو كښې د فليش فلډ ذكر كولو سره ووئيل د يو ماشوم عكس رامخې ته شوے چا چې په لاس كښې لوند او شېدلے كتاب نيولے ٶ٬ كور ئې په اوبو كښې لاهو شوے ٶ او ھغه خپل پلار پلو كتل٬ لكه چې وائي اوس به څه كېږي۔ ده ووئيل هلته كور پاتې ٶ٫ روغتون ٬ كلينك٬ سكول او نه كلے ، چې په سبب ئې اولس د دغه ځايه كډه وكړه۔ ده پوښتنه وكړه جنګ لوي آفت دے يا كډه كول؟ ده ووئيل دا معامله د موسمياتي بدلون سره سره د امنيتي پشمول د بېلو زاويو څخه مشاهده كېدې شي۔ مصدق ملك ووئيل چې كله د ځپلو ځوانانو٬ د دوي د مور و پلار او سپين ګېرو داستانونه٬ د لاهو شوو سكولونو٬ جوماتونو٬ كليسو او د زرګونو كالو تهذيب متاثره كېدل د هر يو كس د قيصې په توګه مشاهده كړې شي نو د موسمياتي تباه کارو او د كډې كولو د انساني اثراتو د حقيقي شدت اندازه تر ېكېږي۔










