اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان سره د كاناډا هائي کمشنر طارق علي خان وليدل ۔ د تجارت وزارت وياند له مخې د نهې په ورځ د ملاقات په مهال د پاکستان او كاناډا په دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كارۍ كښې مرسته زياتولو ته صلاح يوه شوه٬ د ملاقات په مهال د سرمايه کارۍ ودې او تحفظ لوظنامې (FIPA) لپاره …
وفاقي وزير جام کمال خان سسره د كاناډا هائي کمشنر طارق علي خان وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان سره د كاناډا هائي کمشنر طارق علي خان وليدل ۔ د تجارت وزارت وياند له مخې د نهې په ورځ د ملاقات په مهال د پاکستان او كاناډا په دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كارۍ كښې مرسته زياتولو ته صلاح يوه شوه٬ د ملاقات په مهال د سرمايه کارۍ ودې او تحفظ لوظنامې (FIPA) لپاره د خبرو اترو تندولو پرېكړه وشوه ٬ دغسې د فِيپا خبرو راتلونكے پړاٶ د اكتوبر په وړومبۍ اونۍ كښې كولو ته هم اتفاق راغلو ۔ وفاقي وزير ووئيل پاکستان کاناډا سره د سرمايه كارۍ لوظنامې ته حتمي شكل وركولو كښې خوښې لري، د سرمايه کارو جائز تحفظات لرې كولو لپاره سازګار کاروباري ماحول به باوري كوٶ۔ د کاناډا هائي کمشنر ووئيل فِيپا لوظنامه به د كاناډا سرمايه کارو په پاکستان باور زياتولو كښې مهم كردار ولوبوي۔ لوظنامې سره به قانوني تحفظ، ثالثۍ او د شخړو هواري موثره نظام ترلاسه شي۔ دغسې په ملاقات كښې د الوتكو ليزنګ، ايرو اسپيس او فضائي رابطو په وده هم خبرې وشوې۔










