اسلام آباد۔ 15 ستمبر (اے پي پي) هېواد كښې د موټر ګاړو خرڅون د روان مالي كال په وړومبو دوو مياشتو كښې په كلنه بنيادونو 80 فيصده زيات رېكارډ كړے شوے دے۔ د پاكستان آټو مينو فېكچر اېسوسي ايشن شمېرو ترمخه د مالي كال په ورومبو دوو مياشتو كښې هېواد كښې د موټر ګاړو 30810 يونټس خرڅ شوي دي كوم چې د تېر مالي كال هغې مودې 17127 يونټس …
هېواد كښې د موټر ګاړو خرڅون د مالي كال په وړومبو دوو مياشتو كښې په كلنه بنيادونو 80 فيصد زيات شو

مزید خبریں
اسلام آباد۔ 15 ستمبر (اے پي پي) هېواد كښې د موټر ګاړو خرڅون د روان مالي كال په وړومبو دوو مياشتو كښې په كلنه بنيادونو 80 فيصده زيات رېكارډ كړے شوے دے۔ د پاكستان آټو مينو فېكچر اېسوسي ايشن شمېرو ترمخه د مالي كال په ورومبو دوو مياشتو كښې هېواد كښې د موټر ګاړو 30810 يونټس خرڅ شوي دي كوم چې د تېر مالي كال هغې مودې 17127 يونټس په مقابل كښې 80 فيصد زيات دي٬ په اګست كښې د ګاړو 13642 يونټس خرڅ شول كوم چې په جولائي كښې 17168 يونټس په مقابل كښې 21 فيصد لږ او د تېر كال اګست 10016 يونټس په مقابل كښې 36 فيصد زيات دي۔ د شمېرو تر مخه د مالي كال په وړومبو دوو مياشتو كښې د 1300 سي سي او د دې نه زيات 16558 يونټس موټر ګاړي خرڅ شوي كوم چې د تېر مالي كال دومره مودې د 9218 يونټس په مقابل كښې 81 فيصد زيات دي۔ د مالي كال په وړومبو دوو مياشتو كښې د 1000 سي سي 688 يونټس خرڅون رېكارډ كړے شو كوم چې د تېر مالي كال دومره مودې په 783 يونټس په مقابل كښې 12 فيصد كم دي٬ دغسې د مالي كال په دوو مياشتو كښې د 1000 سي سي نه د لږ پار 13464 يونټس ګاړي خرڅ شوي كوم چې د تېر مالي كال دومره مودې د 7126 يونټس په مقابل كښې 89 فيصد زيات دي۔










