پاکستان ډيجيټل معيشت  د يو جامع معاشي بدلون  په حېث مخ په وړاندې بيائي ۔ وفاقي وزير احسن اقبال

  ارمچي 15 ستمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي پاکستان ډيجيټل معيشت يوازې تر ټيکنالوجي څانګې محدود نه ګڼي بلكې دا د جامع معاشي بدلون د تګلارې په  توګه مخ په وړاندې بيائي چې له مخې ئې برآمدات، پيداوار، جدت، سرمايه کاري او د بشري وسائلو ترقۍ ته خاص پاملرنه روانه ده۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ د چين …

 

ارمچي 15 ستمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي پاکستان ډيجيټل معيشت يوازې تر ټيکنالوجي څانګې محدود نه ګڼي بلكې دا د جامع معاشي بدلون د تګلارې په  توګه مخ په وړاندې بيائي چې له مخې ئې برآمدات، پيداوار، جدت، سرمايه کاري او د بشري وسائلو ترقۍ ته خاص پاملرنه روانه ده۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ د چين په ارمچي ښار كښې د كال 2026 شنګھائي مرستې تنظيم (ايس سي او) ډيجيټل اکانومي فورم ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل پاکستان كښې د ډيجيټل صارفينو شمېره 15 کروړه نه زياته شوې ده او د تېرو دوو كالو په مهال د ډيټا په كارولو كښې نزدې 25 فيصده زياتوالے راغلے دے، په هېواد كښې فائبر کنکشنز نزدې د 30  لكه نه په زياتېدو  د 50 لكه نه اوړېدلې دي او وائرډ براډ بينډ تر يو كروړ كورنيو د رسولو هدف ټاكلے شوے دے ۔ ده ووئيل  ډيجيټل ترقۍ كښې د مېرمنو بشپړ ګدون ضروري دے ځكه چې داسې ډيجيټل بدلون چې مېرمنې شا ته پرېږدي ھغه نه په معاشي توګه موثر كېدے شي او نه په سماجي توګه منصفانه كېدے شي۔  وفاقي وزير ووئيل  پاکستان د مصنوعي ځېركتيا، سائبر سکيورټي، کلاؤډ کمپيوټنګ، سيمي کنډکټرز، جديد صنعت او رامخې ته ټيکنالوجيز كښې خپل صلاحيتونه زياتوي٬ تحقيق، هنرمندي، نوے کاروبار او صنعت په شريكه توګه كوټلے كولو لپاره په هېواد كښې د مصنوعي ځېركتيا  7 مركزونه جوړولې شي۔

مزید خبریں