کوئټه ۔ 31 جولائي (اے پي پي)د مائنز اینډ منرلز بلوچستان وزير میر شعیب نوشیرواني وئېلي دي په سورینج سيمه كښې د سكرو کان افسوسناکې پیښې د دوو درځنونو نه زياتو مزدورانو مړي راويستلې شوي دي او ریسکیو آپریشن لا روان دے ۔ د ډي جي پي آر بلوچستان نه جاري خبر تر مخه ده ووئېل د وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي په امر صوبائي حکومت د ریسکیو آپریشن مسلسل …
د سكرو کان پیښې مزدورانو مړي راويستلې شوي ،میر شعیب نوشیرواني

مزید خبریں
کوئټه ۔ 31 جولائي (اے پي پي)د مائنز اینډ منرلز بلوچستان وزير میر شعیب نوشیرواني وئېلي دي په سورینج سيمه كښې د سكرو کان افسوسناکې پیښې د دوو درځنونو نه زياتو مزدورانو مړي راويستلې شوي دي او ریسکیو آپریشن لا روان دے ۔ د ډي جي پي آر بلوچستان نه جاري خبر تر مخه ده ووئېل د وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي په امر صوبائي حکومت د ریسکیو آپریشن مسلسل نګراني كوي او چیف انسپکټر آف مائنز، پي ډي ایم اے، ریسکیو ډلو او اړوندو ادارو ته د ټولو تر لاسه وسائلو كارولو سره د مرستې کارروائیو د لا ګړندۍ كولو امر شوے دے ۔میر شعیب نوشیرواني ووئېل حکومت به د ځپلو کان کښندونكو کورنيو ته هر ممکن مرسته وركوي۔ ده په دې خفګاني پیښه د زړه له كومي د غم دړد څرګندونې كولو سره د حق رسېدلو كسانو د كورنيو سره د يو والي او خواخوږۍ څرګندونه وكړه ۔ صوبائي وزیر اعلان وكړو چې په پیښه كښې د حق رسېلو كورنيو ته به پينځه لاکھه روپۍ او ژوبل شوو ته به درې لاكه مالي معاونت وركولې شي ۔ده ووئېل د کان کښندونكې په څانګه كښې د حفاظتي انتظامات او د مائن سیفټي نظام د سره بيا جاج اغستلې شي ٬ دغسې چې سباون كښې داسې كومه پیښه رامخې ته نشي ده واضحه كړه چې د پیښې به د هر اړخه نه پلټنې كولې شي او كه كوم غفلت یا بې غوري ثابت شوه نو د ذمه وارو په ضد به د قانون تر مخه كاروائې كولې شي ۔میر شعیب نوشیرواني دعا وكړه چې اللہ تعالیٰ حق رسېدلو له د خپل رحم په پلو كښې ځائے ٬ ژوبل شوو ته زر صحت او غم جنو كورنيو ته صبر وركړي ۔










