پېښور ۔ 31 جولائي (اے پي پي) سوات كښې د ورېدونكې شديد باران له امله په مالم جبه روډ د لینډ سلائیډنګ څخه خاورې كمرې راپرېوتې كومو چې د ټریفک رواني متاثره كړې وه ۔د ډپټي کمشنر سوات دفتر نه د جاري بیان تر مخه ایډیشنل اسسټنټ کمشنر چارباغ اسد محسود په سمدستي کارروائۍ كولو د پروانشل روډز امپروومنټ پراجیکټ کنټریکټر متحرک کړو د كوم نه پس چې د لويې …
د زيات باران له امله په مالم جبه روډ لینډ سلائیډنګ ، ضلعي انتظامیه روډ سمدستي بحال کړو

مزید خبریں
پېښور ۔ 31 جولائي (اے پي پي) سوات كښې د ورېدونكې شديد باران له امله په مالم جبه روډ د لینډ سلائیډنګ څخه خاورې كمرې راپرېوتې كومو چې د ټریفک رواني متاثره كړې وه ۔د ډپټي کمشنر سوات دفتر نه د جاري بیان تر مخه ایډیشنل اسسټنټ کمشنر چارباغ اسد محسود په سمدستي کارروائۍ كولو د پروانشل روډز امپروومنټ پراجیکټ کنټریکټر متحرک کړو د كوم نه پس چې د لويې مشینرۍ د لارې ملبه لرې كړې شوه او سړک د ټریفک لپاره په بشپره توګه بحال کړے شو ۔ ضلعي انتظامیه سوات د پشكال په مهال د هر ممکن هنګامي صورتحال مقابلې لپاره چمتو ده او اولس ته خواست دے چې د باران په مهال د سفر کولو په وخت احتیاطي تدابیر خپل كړي ۔










