د مانسهره په بېلا بېلو سيمو كښې پرله پںې باران ورېږي، د ریسکیو 1122  ډلې چمتو دي

  مانسهرہ ۔ 31 جولائي (اے پي پي )د مانسهرې په بېلا بېلو سيمو كښې  د پشكال بارانونو  سلسله روانه ده ۔ د ریسکیو 1122 وياند تر مخه د پشكال په مهال د ډسټرکټ ایمرجنسي آفیسر ابرار علي په سپارښتنه د ریسکیو1122 ټولې ډلې پخپلو خپلو سټیشنز، دریابونو  او خوړونو  سره  په عارضي ریسکیو پوائنټس او نورو  حساس ځايونو ولاړې دي  او د كوم هم هنګامي صورتحال مقابلې  له همه …

 

مانسهرہ ۔ 31 جولائي (اے پي پي )د مانسهرې په بېلا بېلو سيمو كښې  د پشكال بارانونو  سلسله روانه ده ۔ د ریسکیو 1122 وياند تر مخه د پشكال په مهال د ډسټرکټ ایمرجنسي آفیسر ابرار علي په سپارښتنه د ریسکیو1122 ټولې ډلې پخپلو خپلو سټیشنز، دریابونو  او خوړونو  سره  په عارضي ریسکیو پوائنټس او نورو  حساس ځايونو ولاړې دي  او د كوم هم هنګامي صورتحال مقابلې  له همه وخت چمتو دي ۔ د ریسکیو اهلکار په حساس مقامات، دریابونو ، خوړونو او  د سېلګرۍ د سيمو مسلسل ګزمه او  څارنه هم كوي ۔ اولس او  سېلګرو ته خواست دے چې هغوي  د دریابونو، خوړونو  او د  لینډ سلائیډنګ   اندېښنو  ځايونو نه لرې پاتي شي ،  د غیر ضروري مزل نه ډډه وكړي او د كوم هم  ایمرجنسي په صورت سمدستي په 1122 رابطه وكري۔