لاهور۔30جولائي (اے پي پي) د لاهور سکھ نهر سره نزدې د كور بام پرېوتو څخه 9 كسان په حق ورسېدل او ګن ژوبل شول ۔ د ریسکیو 1122 تر مخه په اطلاع تر لاسه كېدو د مرستې ډلې سدستي د پیښې ځائے ته ورسېدې ۔ ریسکیو آپریشن كښې 10 ایمرجنسي ګاړو او د 40 نه زياتو ریسکیورز برخه واغسته ، د اربن سرچ اینډ ریسکیو ډلې د خاورې او …
لاهور، د كور بام پرېوتو څخه 9 كسان په حق ورسېدل ، ګڼ ژوبل ز

مزید خبریں
لاهور۔30جولائي (اے پي پي) د لاهور سکھ نهر سره نزدې د كور بام پرېوتو څخه 9 كسان په حق ورسېدل او ګن ژوبل شول ۔ د ریسکیو 1122 تر مخه په اطلاع تر لاسه كېدو د مرستې ډلې سدستي د پیښې ځائے ته ورسېدې ۔ ریسکیو آپریشن كښې 10 ایمرجنسي ګاړو او د 40 نه زياتو ریسکیورز برخه واغسته ، د اربن سرچ اینډ ریسکیو ډلې د خاورې او ملبې لاندې د ګېرو شوو راويستلو لپاره په زړه پورې کارروائي وكړه ۔ د ریسکیو چارواكو تر مخه د ابتدائي آپریشن په مهال 7 كسان ژوندي راويستلې شول او نزدې روغتون ته منتقل كړے شول ۔ بيا د 6 كسانو مړي راويستلې شول او 2 مېرمنو په سروسز هسپتال كښې ساه وركړه چې ورسره د حق رسېدلو شمېره 8 ته ورسېده۔ په حق رسېبلو كښې 60 كلنه شاهدہ، 52 كلنه ثمینه ، 50 كلن شاهد، 44 كلن صابر، 25 كلن مجاهد، 14 كلنه سحر او 7 كسن حماد شامل دي ہیں ٬ دغسې په ژوبل شوو كښې 19 كلنه ثانیه ، 23 كلن ناصر او 35 كلن زاهد شامل دي ۔







