پیښور ۔ 30 جولائي (اے پي پي)د خېبر پښتونخوا پوليس انسپکټر جنرل ذوالفقار حمید نن د زيارت په ورځ سهار وختي د لیډي ریډنګ هسپتال پیښور دورہ وكړه ۔ چرته چې هغه تېره ورځ هنګو كښې د ترهه ګرو سره مقابله كښې د ژوبل شوو پولیس اهلکارو عیادت وكړو ۔ آئي جي پي هسپتال كښې د داخل ژبل شوو پولیس اهلکارو په عیادت کولو كښې د هغوي زر روغتيا …
د آئي جي پي خیبر پښتونخوا د لیډي ریډنګ هسپتال پیښور دورہ، هنګو كښې د ترهه ګرو په مقابله كښې د ژوبل شوو پولیس اهلکارو عیادت

مزید خبریں
پیښور ۔ 30 جولائي (اے پي پي)د خېبر پښتونخوا پوليس انسپکټر جنرل ذوالفقار حمید نن د زيارت په ورځ سهار وختي د لیډي ریډنګ هسپتال پیښور دورہ وكړه ۔ چرته چې هغه تېره ورځ هنګو كښې د ترهه ګرو سره مقابله كښې د ژوبل شوو پولیس اهلکارو عیادت وكړو ۔ آئي جي پي هسپتال كښې د داخل ژبل شوو پولیس اهلکارو په عیادت کولو كښې د هغوي زر روغتيا لپاره دعا وكړه او د هغوي د لوړې حوصلې يې ستائنه وكړه۔ په دې موقع ده د اهلکارو او د هغوي كورنيو سره ملاقات وكړو او هغوي ته يې د هر ممکن مرستې باور وركړو ۔ ده ډاکټروانو نه د پولیس اهلکارو د ژوبل كېدو نوعيت او علاج په اړه پوښتنه وكړه ۔ آئي جي پي ډاکټرانو ته ووئېل دې افسروانو سر په تلي كښې اېښودو سره د صوبې د اولس سر په وياړ هسك كړے دے ٬ د دوي په علاج كښې چې بې غوري ونه شي ، د دوي مكمل خیال اوساتې او دوي ته ټولې طبي آسانۍ په وخت وركړې ۔ ژوبل شوو سره خبرور كښې آئي جي ووئېل تاسو زمونږ قامي اتلان يې تاسو چې د كوم جرات او مړانې مظاهرہ کړې هغه نه يوازې پولیس بلکې د ټولې صوبې لپاره د وياړ ده ۔ آئي جي پي ژوبل شوو ته مالي مرسته وركړه او باوي يې وركړو چې ستاسو په علاج كښې به كومه بې غوري نه كبږي ۔









