هنګو كښې په پوسته د ترهه ګرو بريد كښې د ډي ايس پي پشمول 9 اهلكار شهيدان ٬ 28 ژوبل شو۔د خېبرپښتونخوا آئي جي

  پېښور30 جولائی(اے پی پی)د هنګو ضلعې په خزينه بانډه پوليس چيك پوسټ د ترهه ګرو په بريد كښې ډپټي سپرنټنډنټ آف پوليس(ډي ايس پي)پشمول 9 پوليس اهلكار شهيدان او 28 ژوبل شول ۔د خېبرپښتونخوا پوليس انسپكټر جنرل ذوالفقار حميد له مخې فتنه الخوارج ترهه ګرو تېره شپه هغه مهال بريد وكړو كله چې پوليس اهلكار په پوسته تعينات وو۔آئي جي يو بيان كښې وئېلي دي پوليس بشپړ مزاحمت كړے  …

 

پېښور30 جولائی(اے پی پی)د هنګو ضلعې په خزينه بانډه پوليس چيك پوسټ د ترهه ګرو په بريد كښې ډپټي سپرنټنډنټ آف پوليس(ډي ايس پي)پشمول 9 پوليس اهلكار شهيدان او 28 ژوبل شول ۔د خېبرپښتونخوا پوليس انسپكټر جنرل ذوالفقار حميد له مخې فتنه الخوارج ترهه ګرو تېره شپه هغه مهال بريد وكړو كله چې پوليس اهلكار په پوسته تعينات وو۔آئي جي يو بيان كښې وئېلي دي پوليس بشپړ مزاحمت كړے  او په سمدستي توګه سيمې ته د مرستې دستې روانې كړې شوې وې  خو په لاره كښې پټ ناستو ترهه ګرو په تلونكو ډلو هم بريد كړو چې په نتيجه كښې يې د يو پوليس ګاډي ته زيان ورسېد۔د دې زيان باوجود پوليس اهلكارو بهادرۍ او په پيشه وره مهارت د ترهه ګرو مقابله روانه وساتله ۔پوليس مشر له مخې ځوابي كاروائي كښې پوليس 15 ترهه ګر وژل شول او ځينې نور ژوبل شوي۔تر ډېره وخته روانو ډزو كښې د ډي ايس پي ديار خان پشمول 9 پوليس اهلكار شهيدان شوي او 28 اهلكار ژوبل شوي۔آئي جي ذوالفقار حميد د پوليس فورس  د عزم پخلې كولو سره ووئېل د خېبرپښتونخوا پوليس حوصلې لوړې دي۔ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې د ترهه ګرو په ضد به آپريشنز تر هغه وخت روان وي تر څو چې د صوبې هرې برخې څخه د ترهه ګرۍ خاتمه نه وي شوې۔