د حضرت شاہ عبداللطیف بھٹائیؒ پېغام د مينې، امن او ورورولۍ نړيوال پېغام دے: د پنجاب ګورنر سردار سلیم حیدر خان

  حیدرآباد 29 جولائی (اے پی پی) د پنجاب ګورنر سردار سلیم حیدر خان وئيلي دي چې حضرت شاہ عبداللطیف بھٹائیؒ د سندھ عظیم صوفي بزرګ او شاعر ٶ٬ د چا پېغام چې ټول انسانیت لپاره د مينې، ورورولۍ٬ امن او رواداری دے۔ ده ووئيل چې د بھټ شاه په خاوره د عرس په دستورو كښې ګډون زما لپاره د اعزاز خبره ده۔ ګورنر دا خبره په بھټ شاہ كښې …

 

حیدرآباد 29 جولائی (اے پی پی) د پنجاب ګورنر سردار سلیم حیدر خان وئيلي دي چې حضرت شاہ عبداللطیف بھٹائیؒ د سندھ عظیم صوفي بزرګ او شاعر ٶ٬ د چا پېغام چې ټول انسانیت لپاره د مينې، ورورولۍ٬ امن او رواداری دے۔ ده ووئيل چې د بھټ شاه په خاوره د عرس په دستورو كښې ګډون زما لپاره د اعزاز خبره ده۔ ګورنر دا خبره په بھټ شاہ كښې د حضرت شاہ عبداللطیف بھټائیؒ د 283م كلن عرس په دستورو كښې د ګډون په مهال ميډيا سره وكړه۔ په دې موقع ګورنر په مزار د ګلونو څادر خپرولو سره فاتحه خواني وكړه او راګ ئې هم واورېد۔ ده ووئيل چې د پاکستان پیپلز پارټۍ چیئرپرسن شهید بېنظیر بھټو، پخواني وزیراعظم ذوالفقار علي بھټو او چیئرمین بلاول بھټو زرداری په بېلو وختونو كښې د حضرت شاہ عبداللطیف بھٹائیؒ  په عرس كښې ګډون كړے دے۔ په دې موقع د سندھ د كلتور او سېلګرۍ وزير ذوالفقار علی شاہ د پنجاب ګورنر سردار سلیم حیدر په عرس كښې ګډون بېن الصوبائي همغږي او صوفي كلتور سره د مينې څرګندونه ګرځولو سره د دوي مننه هم وكړه