د شاه عبداللطيف بھټائي د مينب پيغام امن او انسانيت لپاره د لارې مشال دے۔ د سندھ ګورنر

  حېدرآباد 29 جولائي (اے پي پي) د سندھ ګورنر نھال ھاشمي وئيلي دي چې حضرت شاه عبداللطيف بھټائيؒ يوازې د سندھ يو عظيم شاعر نه ٶ بلكې ھغه د ټول انسانيت عظيم لارښود ٶ، چا چې د خپلې شاعرۍ او تعليماتو د لارې د مينې، امن، ورورولۍ او روادارۍ داسې پېغام وركړو كوم چې نن هم نړۍ لپاره د لارې مشال دے۔ د شاه عبداللطيف بھټائيؒ د 283م كلن …

 

حېدرآباد 29 جولائي (اے پي پي) د سندھ ګورنر نھال ھاشمي وئيلي دي چې حضرت شاه عبداللطيف بھټائيؒ يوازې د سندھ يو عظيم شاعر نه ٶ بلكې ھغه د ټول انسانيت عظيم لارښود ٶ، چا چې د خپلې شاعرۍ او تعليماتو د لارې د مينې، امن، ورورولۍ او روادارۍ داسې پېغام وركړو كوم چې نن هم نړۍ لپاره د لارې مشال دے۔ د شاه عبداللطيف بھټائيؒ د 283م كلن عرس په موقع مزار ته حاضري كولو ، د ګلونو څادر خپرولو او فاتحه خواني كولو نه پس ميډيا سره خبرو كښې د سندھ ګورنر ووئيل د نن نه څو سوه كاله آګاهو كله چې نه پرنټنګ پرېس ٶ، نه کېمره او نه د تګ راتګ عصري ذريعې په ھغه دور كښې شاه لطيفؒ د سندھ پياده مزل كړے و، خلقو سره ئې نيغ په نېغه ملاقاتونه كړي وو او د انسانيت، مينې او ورورولۍ درس ئې عام كړې و۔ ده ووئيل د شاه عبداللطيف بھټائيؒ پيغام يوازې تر سندھ يا پاکستان محدود نه دے بلكې ټولې نړۍ لپاره دے ٬ د ھغوي تعليمات انسانانو سره سره ځناورو، اونو بوټو او فطرت سره د مينې درس وركوي۔ ده ووئيل چې د شاه عبدالطيفؒ شاعري او تعليماتو د لارې د محبت، امن، ورورولۍ او روادارۍ داسې پېغام وركړې كوم چې نن هم نړۍ لپاره د لارې مشال دے ۔ په دې موقع د مذهبي چارو وزير كهئيل داس كوهستاني٬ د وزيراعظم يوتھ پروګرام (سندھ) كوآرډينېټر فهد شفيق٬ سورټھ تهيبو٬ د ضلعي انتظاميې چارواكي او ګران مشران هم موجود وو