پېښور 29 جولائي (اے پي پي) په خېبرپښتونخوا كښې د سرکاري بھرتيو امتحاني نظام عصري، خوندي ، سپېځلې او د نړيوال معيار سره همكاره كولو لپاره يو اهم سنګ ميل تر سره كړے شوے دے ، په دې لړ كښې د صوبائي پبلک سروس کمېشن او ايجوکيشنل ټېسټنګ اېنډ ايويليواېشن ايجنسۍ ترمېنجه کمپيوټر بېسډ ټېسټنګ اجراء، د ټيکنالوجي ټرانسفر او اداره جاتي استعدادِ کار ته وده وركولو لپاره مفاهمتي …
پېښور، صوبه كښې عصري ، خوندي او سپېځلې امتحاني نظام جوړولو پلو يو تاريخي قدم

مزید خبریں
پېښور 29 جولائي (اے پي پي) په خېبرپښتونخوا كښې د سرکاري بھرتيو امتحاني نظام عصري، خوندي ، سپېځلې او د نړيوال معيار سره همكاره كولو لپاره يو اهم سنګ ميل تر سره كړے شوے دے ، په دې لړ كښې د صوبائي پبلک سروس کمېشن او ايجوکيشنل ټېسټنګ اېنډ ايويليواېشن ايجنسۍ ترمېنجه کمپيوټر بېسډ ټېسټنګ اجراء، د ټيکنالوجي ټرانسفر او اداره جاتي استعدادِ کار ته وده وركولو لپاره مفاهمتي يادښت لاسليك شوے دے ٬ د مفاهمتي يادښت له مخې به خېبرپښتونخوا پبلک سروس کمېشن ته کمپيوټر بېسډ ټېسټنګ لپاره عصري ټيکنالوجي، تکنيکي معاونت او ضروري مهارت منتقل كولې شي دغسې چې كمېشن خپل امتحانو عصري تقاضو سره سمې په مؤثره ډول تابيا كړې شي










