پېښور 29 جولائي (اے پي پي) په ضلع مومند كښې په سوشل ميډيا د قامونو او ورورولۍ په ضد طنزيه وډيوز جوړوٶنكې ټک ټاکر مرسلين خان غلنۍ تھاڼې ته وبللے شو۔ د مومند پوليس وياند له مخې د غلنۍ سركل ډي ايس پي خالد خان ده ته د سوشل ميډيا د مثبت او تعميري استعمال تلقين كولو سره خبردارې وركړو چې په سوشل ميډيا د كركې او سپكاوي وړ …
په سوشل ميډيا د کرکې او سپکاوي وړ مواد شېئر کول غير اخلاقي او قانوني جرم دے،مومند پوليس

مزید خبریں
پېښور 29 جولائي (اے پي پي) په ضلع مومند كښې په سوشل ميډيا د قامونو او ورورولۍ په ضد طنزيه وډيوز جوړوٶنكې ټک ټاکر مرسلين خان غلنۍ تھاڼې ته وبللے شو۔ د مومند پوليس وياند له مخې د غلنۍ سركل ډي ايس پي خالد خان ده ته د سوشل ميډيا د مثبت او تعميري استعمال تلقين كولو سره خبردارې وركړو چې په سوشل ميډيا د كركې او سپكاوي وړ مواد شېئر کول غير اخلاقي او قانوني جرم دے٬ مرسلين خان پخپله رويه د پښېمانتيا څرګندونه كولو سره اولس څخه معافي وغوښتله او بيا لپاره يۍ يوازې د اخلاقي او مثبت مواد شېئر كولو لوظ وكړو۔ په دې موقع ټک ټاکر مرسلين خان د ډي ايس پي خالد خان مننه وكړه او د امن وامان او لارښودنې په لړ كښې يۍ د صوبائي پوليس او نورو ادارو د هلو ځلو ستائنه وكړه۔










