پیښور 28 جولائي (اے پي پي)د قومي پیغام امن كمېټۍ 10 كسيزه پلاوې د نهې په ورځ پېښور ته رسېدلے دے چرته به چې هغوي خېبرپښتونخوا كښې د امن٬د بېن المذاهب هم آهنګۍ ٬د مسلكونو ترمينځه اتحاد او قومي يو والي ته وده وركولو لپاره بېل فعاليتونه پېل كوي۔ د دورې په مهال به پلاوې د بيل مكاتب فكر نوموړو علماﺀ كرامو٬مشائخو او د بېلو مذهبونو نمائندكانو سره ملاقاتونه …
د قومي پېغام امن كمېټۍ پلاوې پیښور ته ورسېد
پیښور 28 جولائي (اے پي پي)د قومي پیغام امن كمېټۍ 10 كسيزه پلاوې د نهې په ورځ پېښور ته رسېدلے دے چرته به چې هغوي خېبرپښتونخوا كښې د امن٬د بېن المذاهب هم آهنګۍ ٬د مسلكونو ترمينځه اتحاد او قومي يو والي ته وده وركولو لپاره بېل فعاليتونه پېل كوي۔ د دورې په مهال به پلاوې د بيل مكاتب فكر نوموړو علماﺀ كرامو٬مشائخو او د بېلو مذهبونو نمائندكانو سره ملاقاتونه كوي چې پكښې به د امن٬روادارۍ٬ شريك احترام او مذهبي همغږۍ ته وده وركولو له په بېلو اقداماتو د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔ د خپل پروګرام له مخې به پلاوې د پیښور كيتهيډرل چرچ پشمول د بېلو ديني مدرسو هم دوره كوي٬چرته به چې هغوي مذهبي لارښودو او د كميونټي استازو سره ملاقات كوي۔ ملاقات كښې به دوئي مذهبي همغږي او قومي اتحاد پېغام لا قوي كوي۔پلاوې به د شورو په ورځ قومي امن علما و مشائخ كنفرنس هم كوي چې پكښې به خېبرپښتونخوا څخه د ټولو مكاتب فكر نوموړې علماﺀ٬مشائخ٬مذهبي لارښود او د بېلو مذهبونو استازي ګډون كوي۔











