ملاکنډ۔ 27 جولائی (اے پی پی) د مواصلات او تعميرات صوبائي وزير شكيل خان وئيلي دي ملاکنډ، بټخیلې څخه تر قلنګی د 25 کلومیټره اوږد سړک په بيا جوړولو او پراخه كولو به 1 ارب 25 كروړه روپۍ مصرف كولې شي۔ دې منصوبې سره به اولس ته د تګ راتګ غوره آساني ترلاسه شي او سيمه كښې به د پرمختګ او سوكالۍ نوې دروازې پرانستلې شي۔ ميډيا سره خبرو كښې …
ملاکنډ، بټخیلې څخه تر قلنګی په 25 کلومیټره اوږد سړک به 1 ارب 25 كروړه روپۍ مصرف كولې شي: د مواصلات صوبائي وزير شكيل خان

مزید خبریں
ملاکنډ۔ 27 جولائی (اے پی پی) د مواصلات او تعميرات صوبائي وزير شكيل خان وئيلي دي ملاکنډ، بټخیلې څخه تر قلنګی د 25 کلومیټره اوږد سړک په بيا جوړولو او پراخه كولو به 1 ارب 25 كروړه روپۍ مصرف كولې شي۔ دې منصوبې سره به اولس ته د تګ راتګ غوره آساني ترلاسه شي او سيمه كښې به د پرمختګ او سوكالۍ نوې دروازې پرانستلې شي۔ ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل په مېن سټی بټ خېله د ټرېفك زياتېدونكے فشار كمولو له به د بائي پاس منصوبې ټېنډر هم ډېر زر وكړے شي۔ د شکیل خان له مخې د ګرلز ډګری کالج بټ خېله ټېنډر په وروستو پړاؤنو كښې دے۔ ده ووئيل پولی ټېکنيک انسټی ټیوټ بټ خېله به د خار هائر سېکنډری سکول پخوانۍ ودانۍ ته منتقل كولې شي۔ ده زياته كړه چې د رېسکیو اسټېشن بټخېله جوړولو كار به هم ډېر زر سر ته ورسي











