مستونګ كښې د ترهه ګرو د دزو په پېښه كښې  د شهيد شوي ډسټركټ اينډ سيشن جج عبدالحكيم كاكړ  د جنازې مونځ ادا كړے شو

  كوئټه23  جولائي (اے پي پي) مستونګ كښې د ترهه ګرو د دزو په پېښه كښې  د شهيد شوي ډسټركټ اينډ سيشن جج عبدالحكيم كاكړ د جنازې مونځ ادا كړے شوے او هغه خاورو ته وسپارلے شو۔ د جنازې په مونځ كښې صوبائي وزيرانو٬د وزيراعلٰی صلاكار نسيم الرحمان ملاخيل٬د بلوچستان هائي كورټ ججانو٬د كوئټې كمشنر٬دوهم كمشنر  ٬ د اسپېشل برانچ ډي آئي جي٬ايس ايس پي آپريشنز٬اعلٰی سول او عسكري چارواكو٬د …

 

كوئټه23  جولائي (اے پي پي) مستونګ كښې د ترهه ګرو د دزو په پېښه كښې  د شهيد شوي ډسټركټ اينډ سيشن جج عبدالحكيم كاكړ د جنازې مونځ ادا كړے شوے او هغه خاورو ته وسپارلے شو۔ د جنازې په مونځ كښې صوبائي وزيرانو٬د وزيراعلٰی صلاكار نسيم الرحمان ملاخيل٬د بلوچستان هائي كورټ ججانو٬د كوئټې كمشنر٬دوهم كمشنر  ٬ د اسپېشل برانچ ډي آئي جي٬ايس ايس پي آپريشنز٬اعلٰی سول او عسكري چارواكو٬د عدليې سره تعلق لرونكو شخصيات ٬ د وكيلانو ورورولۍ او د سيمې مشرانو په لويه شمېره ګډون كولو۔په دې موقع ډسټركټ اينډ سيشن جج عبدالحكيم كاكړ شهيد د هېواد او قانون سرلوړۍ لپاره خذمات ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړی شوې او د هغه لوړو درجو او غم جنې كورنۍ لپاره د زغم دعا وكړی شوه٬ د جنازې مونځ او سپارلو په موقع  د امنيت خاص او سخت انتظامات شوې وو ٬ د بلوچستان حكومت د دې عزم پخلے كړے چې د قانون محافظ په نخښه كوونكي ترهه ګر او د هغوي سهولت كار به خپل انجام څخه  خلاص نشي   او په صوبه كښې امن راوستو  او د ترهه ګرۍ بشپړه خاتمې لپاره به  د رياستي ادارو كاروائي په مكمل قوت سره به روانه وي۔

مزید خبریں