ګورنر فيصل کريم کنډي د ځانمرګي بريد ناكامه كونكي ته د شهادت نه وروستو په تمغه امتياز وركولو د وزيراعظم مننه وكړه

  پېښور 22 جولائي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي د ترکائي کلاں امام بارګاه پېښه كښې د ځانمرګي بريد ناكامه كونكي ته د شهادت نه وروستو په تمغه امتياز وركولو د وزيراعظم مننه كړې ده۔ د ګورنر هاٶس وياند له مخې ګورنر د ترکائي کلا امام بارګاه كښې د ځانمرګې بريد كونكې  په قابو كولو  او د شهادت مرتبه ترلاسه كونكي د چکوال مېشته عون عباس …

 

پېښور 22 جولائي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي د ترکائي کلاں امام بارګاه پېښه كښې د ځانمرګي بريد ناكامه كونكي ته د شهادت نه وروستو په تمغه امتياز وركولو د وزيراعظم مننه كړې ده۔ د ګورنر هاٶس وياند له مخې ګورنر د ترکائي کلا امام بارګاه كښې د ځانمرګې بريد كونكې  په قابو كولو  او د شهادت مرتبه ترلاسه كونكي د چکوال مېشته عون عباس ته د شهادت نه پس په تمغه امتياز وركولو د وزيراعظم محمد شهباز شريف مننه وكړه۔ خپل ويډيو پېغام كښې ګورنر ووئيل  شهيد عون عباس د ځان په قربانولو يو شمېر قمتي ځانونه بچ كولو سره په وطن او انسانيت احسان کړے دے۔ ده ووئيل زما په خاص درخواست شهيد ته په تمغه امتياز وركولو د وزيراعظم مننه كوم