د ترهه ګرۍ خلاف  د شهدا قربانۍ د قام روښانه سرمايه ده ٬ مير چنګېز خان جمالي

  ډېره مراد جمالي۔21 جوږائي (اے پي پي)  د پاكستان پيپلز پارټي  مركزي لارښود ٬ پخواني صوبائي صدر او پخواني د سائنس اېنډ ټېكنالوجي وزير مير چنګېز خان جمالي  هېواد كښې د امن  راوستو ٬ د ترهه ګرۍ خاتمې او د پاكستان د نظرياتي و جغرافيائي  سرحدونو  تحفظ لپاره د پاكستان وسله وال پوځ  د قانون نافذ كوونكو ادارو  او د امنيتي ځواكونو زوال نه لرونكو قربانيو ته په زړه …

 

ډېره مراد جمالي۔21 جوږائي (اے پي پي)  د پاكستان پيپلز پارټي  مركزي لارښود ٬ پخواني صوبائي صدر او پخواني د سائنس اېنډ ټېكنالوجي وزير مير چنګېز خان جمالي  هېواد كښې د امن  راوستو ٬ د ترهه ګرۍ خاتمې او د پاكستان د نظرياتي و جغرافيائي  سرحدونو  تحفظ لپاره د پاكستان وسله وال پوځ  د قانون نافذ كوونكو ادارو  او د امنيتي ځواكونو زوال نه لرونكو قربانيو ته په زړه پورې پېرزرئنې وړاندې كړې دي۔ ده ووئېل د پاكستان مېړنے پوځ ٬ پوليس ٬ رېنجرز  ٬ ايف سي  او نورو  د قانون نافذ كوونكو ادارو  افسرانو او ځوانانو  د خپلو ځانونو په قربانۍ وركولو  د ګران هبېاد نه د ترهه ګړۍ ناسور ختمولو كښې تاريخي كردار  ادا كړے دے۔  د شهدا سترې قربانۍ  به عمر له  د قام لپاره د لارې مشال وي  او كله به هم هېرې نه كړې شي۔ ده د دې عزم  څرګندونه وكړه  چې پاكستان پيپلز پارټي  به عمر له د قامي سلامتيا ٬ امن ٬ استحكام او د ترهه ګرۍ مكمل خاتمې لپاره د ريساتي ادارو سره ولاړه وي او د شهدا قربانۍ  به عمر  له په عزت او احترام سره  يادې ساتي۔ ده دعا وكړه  چې لوي څښتن دې ګران هېواد پاكستان د امن ٬ ترقۍ او خوشحالۍ مركز لري او زموڼږ مېړني ساتندويه دې پخپل حفظ و امان كښې لري۔

مزید خبریں