پېښور ۔ 21 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي په نړيواله منظرنامه كښی د پاكستان كردار د تېر وخت په مقابل كښې اوس زيات مهم شوے دے ، پاكستان ته اوس نړۍ په نوي او متوازن زاويه سره ګوري٬ پاكستان د ثابت قدمۍ او سفارتي بصيرت څرګندونه كړې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د مذهبي چارو انټرنېشنل ریسرچ کونسل او پی پی …
نړيواله منظرنامه كښې د پاكستان كردار زيات مهم شوے دے ٬ نړۍ اوس مونږ ته په نوې او متوازن زاويه سره ګوري : فيصل كريم كنډي

مزید خبریں
پېښور ۔ 21 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي په نړيواله منظرنامه كښی د پاكستان كردار د تېر وخت په مقابل كښې اوس زيات مهم شوے دے ، پاكستان ته اوس نړۍ په نوي او متوازن زاويه سره ګوري٬ پاكستان د ثابت قدمۍ او سفارتي بصيرت څرګندونه كړې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د مذهبي چارو انټرنېشنل ریسرچ کونسل او پی پی اے اېف مرستې سره په ګورنر هاؤس پېښور كښې د نهې په ورځ د “معرکه حق څخه تر نړيوالې ثالثۍ ، سفارتکارۍ او معاشی موقعو” په سرخط تابيا كړې شوي كنفرنس ته وكړه۔ ده ووئيل وزیراعظم شهباز شریف او فیلډ مارشل سید عاصم منېر په نړيواله سفارتكارۍ كښې مهم كردار ترسره كړو۔ ګورنر ووئيل خېبر پښتونخوا د سوئيلي ، مينځنۍ ایشیا او مينځني ختيز يو بل سره د تړلو تاريخي دروازه ده۔ دا د سرمايه كارۍ ٬ تجارت او سيمه ايزو رابطو مهم مركز جوړېدې شي۔ ده ووئيل دا صوبه د معدنی وسائلو، پن بجلۍ، تیل، ګاز او سېلګرۍ بلها موقعې لري۔ ده ووئيل د پاكستان مثبت نړيوال تشخص رامخې ته كول زمونږ د ټولو ګډه ذمه واري ده٬ اوورسیز پاکستانيان د هېواد غوره سفيران دي۔ ده ووئيل دا كنفرنس به د پاكستان نړيوال كردار لا مضبوطولو كښې مرستياله ثابت شي ، داسې دستورې بايد واشنګټن ، بیجنګ ، برسلز، جېنوا ، ویانا، ماسکو او لندن كښې هم وكړې شي دغسې چې د پاكستان بيانيه نړيوال فورم ته لاړه شي۔ ګورنر ووئيل د خېبر پښتونخوا حكومت له به وفاق سره په اكنامك زور خبره كول وي۔ ده ووئيل خېبر پښتونخوا د تېلو تر ټولو زياته پېدا كونكې صوبه ده٬ دلته آئل ریفائنرز لګولو سره به د صنعت او روزګار موقعې وده ومومي۔ كارخانې لګېدو سره به ځوانانو ته د روزګار موقعې په لاس ورشي٬ صنعتي پرمختګ سره به بې روزګاري كمه شي۔ ده ووئيل امن په خېبر پښتونخوا كښی د سرمايه كارۍ او پرمختګ بنياد دے۔ ده زياته كړه چې له تلپاتي امن پرته د معاشي پرمختګ خوب ريښتيا كېدے نه شي











