د خېبر پښتونخوا اعلی وزير په مشرۍ كښې غونډه ٬  د واپډا هائيډرو پاور او آبي وسائلو مېګا منصوبو جاج واغستے شو

  پېښور ۔ 21 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوزیر اعلیٰ خیبر پختونخوا سهېل آفریدی په مشرۍ كښې غونډه وشوه په كومه كښې چې د واپډا هائیډرو پاور او آبی وسائلو مېګا منصوبو جاج واغستے شو۔ د سي اېم هاؤس پېښور وياند له مخې په غونډه كښې د كابينې غړو ریاض خان او مزمل اسلم ، فېډرل سېکرټری واټر ریسورسز، د واپډا چيئرمېن او نورو وفاقي او صوبائي چارواكو …

 

پېښور ۔ 21 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوزیر اعلیٰ خیبر پختونخوا سهېل آفریدی په مشرۍ كښې غونډه وشوه په كومه كښې چې د واپډا هائیډرو پاور او آبی وسائلو مېګا منصوبو جاج واغستے شو۔ د سي اېم هاؤس پېښور وياند له مخې په غونډه كښې د كابينې غړو ریاض خان او مزمل اسلم ، فېډرل سېکرټری واټر ریسورسز، د واپډا چيئرمېن او نورو وفاقي او صوبائي چارواكو ګډون وكړو۔ ګډون كونكو وزيراعلی ته د سی آر بی سی لفټ کېنال، مهمند ډېم، نیو منډا هېډ ورکس او داسو هائیډرو پاور پراجېکټ موجوده پېشرفت په اړه بريفنګ وركړو۔ وزیراعلیٰ  سی آر بی سی لفټ كنال منصوبې لپاره د زمكې اغستو او د عملې امنيت باوري كولو هدايت وكړو۔ ده ووئيل دې منصوبې سره به د صوبې  2 لکه 95 زره څخه زيات اېكړه شړه زمكه د كروندې قابله كړې شي۔ دا منصوبه به كال 2027 څخه تر كال 2030 بشپړه كړې شي۔ دې لپاره به 65 فیصد فنډ وفاق او 35 فيصد صوبائي حكومت وركوي۔ چارواكو ووئيل چې په مهمنډ ډېم 54 فیصد كار بشپړ شوے دے او دا منصوبه به په كال 2028 كښی سرته ورسي۔ دې ډېم سره به 17742 اېکړ زمكه د كروندې قابله كړې شي او 800 مېګاواټ بجلي به پېدا كړې شي۔ په غونډه كښې وزيراعلی د مهمند ډېم پراجېكټ لاندې ځائي كميونټي لپه د پرمختيائي سكيمونو ټېنډر په يوه مياشت كښې د جاري كولو هدايت وكړو۔

مزید خبریں