پېښور ۔ 21 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا په بېلو ضلعو كښې د زياتو بارانونو امكان دے چې ورسره په بېلو سيمو كښی د سېلاب او لېنډ سلائيډنګ اندېښنه ښكاره كړې شوې ده۔ د خېبر پښتونخوا د سېلګرۍ څانګې وياند له مخې په چترال اپر/لوئر، دیر اپر/لوئر، سوات، شانګله ، بونېر، ملاکنډ، باجوړ، کوهستان اپر و لوئر، کولائی پالس، بټګرام، تورغر، مانسهرہ، اېبټ آباد، هری پور، مردان، صوابۍ، …
د خېبر پښتونخوا بېلو ضلعو كښې د سخت باران امكان دے ٬ بېلو سيمو كښې د ناڅاپي سېلاب او لېنډ سلائيډنګ اندېښنه ده

مزید خبریں
پېښور ۔ 21 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا په بېلو ضلعو كښې د زياتو بارانونو امكان دے چې ورسره په بېلو سيمو كښی د سېلاب او لېنډ سلائيډنګ اندېښنه ښكاره كړې شوې ده۔ د خېبر پښتونخوا د سېلګرۍ څانګې وياند له مخې په چترال اپر/لوئر، دیر اپر/لوئر، سوات، شانګله ، بونېر، ملاکنډ، باجوړ، کوهستان اپر و لوئر، کولائی پالس، بټګرام، تورغر، مانسهرہ، اېبټ آباد، هری پور، مردان، صوابۍ، خېبر، مهمند، پېښور ، چارسدہ، نوښار ، کوهاټ، کرم، هنګو، اورکزئی، کرک، بنو، لکی مروت، ډېرہ اسماعیل خان، ټانک، شمالی وزیرستان او سوئيلي وزيرستان كښی د سخت باران ، طوفان او د برېښنا پړقا سره سره د ناڅاپي سېلابونو ٬ په خوړګو كښې د سېلابونو ٬ لېنډ سلائيډنګ او سفري ستونزو رامخې ته كېدو اندېښنه ښكاره كړې ده۔ ټولو ځائي وګړو ٬ سېلګرو او مسافرو ته خواست دے چې هغوي غېر ضروري سفر څخه ډډه وكړي ٬ په موسمي صورتحال نظر وساتي ٬ د اړوندو دارو په هداياتو عمل وكړي او په كوم هم بېړني صورتحال كښې د خېبر پښتونخوا په ټورازم هېلپ لائن 1422 فوری رابطه وكړي۔










