د تېرو 48 ساعتو په مهال بارانونو كښې تر اوسه 12 كسان مړه او 18 ژوبل شوي۔ پي ډي اېم اے

  پېښور 21 جولائي (اے پي پي) خېبر پښتونخوا كښې د تېرو 48 ساعتو په مهال بارانونو كښې تر اوسه 12 كسان مړه او 18 ژوبل شوي دي ۔ د پي ډي اېم اے صوبائي وياند له مخې په مجموعي توګه پنځه نارينه٬ 5 ماشومان او دوه مېرمنې مړې شوي او په ژوبل شوو كښې لس نارينه٬ څلور مېرمنې او 4 ماشومان شامل دي۔ د  پي ډي ايم اے له …

 

پېښور 21 جولائي (اے پي پي) خېبر پښتونخوا كښې د تېرو 48 ساعتو په مهال بارانونو كښې تر اوسه 12 كسان مړه او 18 ژوبل شوي دي ۔ د پي ډي اېم اے صوبائي وياند له مخې په مجموعي توګه پنځه نارينه٬ 5 ماشومان او دوه مېرمنې مړې شوي او په ژوبل شوو كښې لس نارينه٬ څلور مېرمنې او 4 ماشومان شامل دي۔ د  پي ډي ايم اے له مخې سختو بارانونو او د فلش فلډ له امله په مجموعي توګه 18 كورونو ته زيان رسېدلے چې پكښې 15 كورونه په جزوي توګه او درې په بشپړه توګه ړنګ شوي۔ د پي ډي ايم اے له مخې دا پېښې د صوبې په بېلو ضلعو پېښور، نوښار، خېبر، مردان , بونير، باجوړ، كوز چترال، كوز او بره دير، ايبټ آباد، مانسهره، تور غر او د کرم سره په شمالي وزيرستان كښې رامخې ته شوې۔ پي ډي ايم اے اولس ته غږ كړے  چې د عبث سفر نه ډډه وكړي او د سېل حساس ځايونو ته نه ځۍ  او د حكومتي ادارو لخوا په الرټس او ايډوائزري عمل وكړئ٬ د  پي ډي ايم اے ايمرجنسي آپريشن سنټر په بشپړه توګه فعاله دے اولس دې د هر ډول ناوړه پېښې اطلاع ٬ د موسمي صورتحال نه خبرتيا او معلومات لپاره په فري هيلپ لائن 1700 رابطه وكړي

مزید خبریں