مالاکنډ كښې د بارانونو تر مخه ریسکیو 1122 اهلكار چمتو ولاړ دي، په سوات درياب كښې د 18 كلنه زلمي لټون روان دے

  مالاكنډ۔ 21 جولائي (اے پي پي) مالاكنډ ضلع  كښې د پرله پسې بارانونو او ممکنه بېړني صورتحال تر مخه ریسکیو 1122  امنيت زيات كړے دے ۔ د ډسټرکټ ایمرجنسي آفیسر ناصر خان  په امر  د ریسکیو 1122 ډلې د بټخیلې  په خوړ او  د تھاڼې ګھړۍ فرش خوړ په مقامات تعینات کړې شوي دي ۔ ریسکیو اهلکار هر وخت او  د كومې هم ناوړه پیښې په وخت مخ نيوي …

 

مالاكنډ۔ 21 جولائي (اے پي پي) مالاكنډ ضلع  كښې د پرله پسې بارانونو او ممکنه بېړني صورتحال تر مخه ریسکیو 1122  امنيت زيات كړے دے ۔ د ډسټرکټ ایمرجنسي آفیسر ناصر خان  په امر  د ریسکیو 1122 ډلې د بټخیلې  په خوړ او  د تھاڼې ګھړۍ فرش خوړ په مقامات تعینات کړې شوي دي ۔ ریسکیو اهلکار هر وخت او  د كومې هم ناوړه پیښې په وخت مخ نيوي له  چمتو ولاړ دي۔ دغسې د تېر مازيګر  نه 18 كلنه فضل رحمان د پلار نوم يې میاں زرین د ګیرو شاہ ډھیري جولګرام بې دركه دے۔ د هغه د كورنۍ شك دے  چې هغه د ترۍ  په مقام سوات درياب كښې ډوب شوے دے۔ په اطلاع تر لاسه كېدو  ریسکیو 1122  واٹر ریسکیو ډله د پیښې ځائے ته رسېدلې او لټون يې پېل كړے دے۔ د ریسکیو 1122 وياند تر مخه په درياب كښې د لټون آپریشن د لا پیشرفت څخه به اولس په وخت خبرولې شي۔

مزید خبریں