پېښور ۔ 21 جولائی (اے پی پی) د نوښار په اکوړه خټک سیمه کښې سېلابي اوبو كښې محصور شوي له 20 څخه زيات كسان خوندي ځایونو ته منتقل كړې شول۔ د رېسكيو 1122 نوښار له مخې تېره شپه د ناڅاپي سېلاب اوبه اکوړه خټک څخه تر آدم زئي كورونو ورسېدې او يو شمېر كورنۍ د مرګ او ژوند كشمكش سره مخ شوې۔ ډستركټ اېمرجنسي آفيسر ملك اشفاق حسېن په خپله …
نوښار ٬ اكوړه خټك كښې سېلابي اوبو كښې محصور شوي 20 څخه زيات كسان خوندي ځايونو ته منتقل كړې شول

مزید خبریں
پېښور ۔ 21 جولائی (اے پی پی) د نوښار په اکوړه خټک سیمه کښې سېلابي اوبو كښې محصور شوي له 20 څخه زيات كسان خوندي ځایونو ته منتقل كړې شول۔ د رېسكيو 1122 نوښار له مخې تېره شپه د ناڅاپي سېلاب اوبه اکوړه خټک څخه تر آدم زئي كورونو ورسېدې او يو شمېر كورنۍ د مرګ او ژوند كشمكش سره مخ شوې۔ ډستركټ اېمرجنسي آفيسر ملك اشفاق حسېن په خپله فرنټ لائن ته ورسېد او د رېسكيو آپرېشنز مشري كولو سره يۍ رېسكيو ډلو سره د مرستې عملياتو نګراني وكړه۔ رېسكيو اهلكارو صاحبزاده ټاؤن اكوړه خټك څخه تر آدم زئي د اوبو په تندو چپو ٬ تياره او سختو حالاتو كښې په وخت كارروائي كولو سره 20 څخه زيات محصور شوي كسان خوندي ځايونو ته منتقل كړل۔










