ګلګت 20 جولائي (اے پي پي) د ګلګت بلتستان چيف اليکشن کمشنر راجه شهباز خان د كال 2026 بلدياتي انتخابات د چمتوالي نيولو په لړ كښې د ګلګت د رجسټريشن افسرانو (ROs) د دفترو تفصيلي دوره وكړه ٬ چرته چې هغه د انتخابي فهرستونو د جوړولو، د ووټر رجستريشن، منتقلي، د کوائفو د درستګۍ او د نورو انتظاماتو جاج واغست۔ په دې موقع چيف اليکشن کمشنر ته د رجسټريشن …
بلدياتي انتخابات ٬ چيف اليکشن کمشنر راجه شهباز خان د ګلګت بلتستان د رجسټرېشن د بېلو دفترو دوره وكړه

مزید خبریں
ګلګت 20 جولائي (اے پي پي) د ګلګت بلتستان چيف اليکشن کمشنر راجه شهباز خان د كال 2026 بلدياتي انتخابات د چمتوالي نيولو په لړ كښې د ګلګت د رجسټريشن افسرانو (ROs) د دفترو تفصيلي دوره وكړه ٬ چرته چې هغه د انتخابي فهرستونو د جوړولو، د ووټر رجستريشن، منتقلي، د کوائفو د درستګۍ او د نورو انتظاماتو جاج واغست۔ په دې موقع چيف اليکشن کمشنر ته د رجسټريشن افسرانو د انتخابي چمتوالي په نيولو، اولس ته د وركړے كېدونكو سهولتونو، د ووټر فهرستونو د نظرثانۍ عمل او په جاري انتظامات تفصيلي بريفنګ وركړے شو ۔ په دې موقع چيف اليکشن کمشنر د اړوند چارواكو د كاركردګۍ ستائنې سره امر وكړٶ چې ټولې چارې دې د قانون، ضابطو او د ټاكلي وخت له مخې بشپړې كړې شي دغسې چې د بلدياتي انتخابات تابيا په سپېځلې، منصفانه او په غير جانبدار ډول باوري كړې شي۔










