پېښور ۔ 20 جولائی (اے پی پی) ریجنل پولیس آفیسر بنو ربنواز خان په میریان او نورو سيمو كښې د پوليس او امنيتي ځواكونو د روان ټارګټډ آپرېشنز جاج واغست۔ د بنو پوليس وياند له مخې په دې موقع کمانډر 116 برېګېډ، ډی پی او بنو فرقان بلال او ډپټی کمشنر بنو اېم فهيم خان هم هغه سره وو۔ د دورې په مهال آر پي او ته د روان …
آر پي او بنو د پوليس او امنيتي ځواكونو د روان ټارګټډ آپرېشنز جاج واغست

مزید خبریں
پېښور ۔ 20 جولائی (اے پی پی) ریجنل پولیس آفیسر بنو ربنواز خان په میریان او نورو سيمو كښې د پوليس او امنيتي ځواكونو د روان ټارګټډ آپرېشنز جاج واغست۔ د بنو پوليس وياند له مخې په دې موقع کمانډر 116 برېګېډ، ډی پی او بنو فرقان بلال او ډپټی کمشنر بنو اېم فهيم خان هم هغه سره وو۔ د دورې په مهال آر پي او ته د روان آپرېشنز په اړه بريفنګ وركړے شو۔ آر پي او د اطمينان څرګندونې سره د فورسز د پېشه ورو صلاحيتونو او كوټلې تګلارې ستائنه وكړه۔ ده ځوانانو ته خطاب كښې د هغوي لوړو حوصلو ٬ مړانې او فرض شناسۍ ته پېرزوئنې وړاندې كړې او په روان آپرېشنز كښې په ترلاسه كړو كاميابو يۍ هغوي ته شاباشے وركړو۔ ده ووئيل دا آپرېشن د اولس د ځان او مال تحفظ او سيمه كښې تلپاتي امن لپاره ضروري دے۔ دا يو ټارګټډ آپرېشن دے چې مقصد يۍ يوازې ترهګر عناصر ختمول دي۔ ده ووئيل د اولس د ځان او مال هر ممكن تحفظ باوري كولې شي۔ آر پی او اولس ته غږ وكړو چې هغوي قانون نافذ كوونكو ادارو سره مرسته روانه اوساتي۔ ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې د پوليس او امنيتي ځواكونو په مرسته به سيمه د ترهګرۍ ناسور څخه پاكولې شي او امن او استحكام به باوري كولې شي











