د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي په درناوي كښې د پيپلز پارټۍ پي كے 75 كانديد داؤد بركي اېډوكېټ لخوا د ماسخوتن مېلمستيا

  پېښور ۔ 16 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي په درناوي كښې د پاكستان پيپلز پارټۍ پي كے 75 كانديد داؤد بركي اېډوكېټ د ماسخوتن مېلمستيا وكړه۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې د پيپلز پارټۍ صوبائي دوهم عمومي سېكرټري ملک سعید، ډویژنل صدر مصباح الدین ، مېټرو پولېټن صدر عمر خطاب، پخوانے چیئرمېن عامر خان او نور عهدېداران هم ده سره وو۔ …

 

پېښور ۔ 16 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي په درناوي كښې د پاكستان پيپلز پارټۍ پي كے 75 كانديد داؤد بركي اېډوكېټ د ماسخوتن مېلمستيا وكړه۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې د پيپلز پارټۍ صوبائي دوهم عمومي سېكرټري ملک سعید، ډویژنل صدر مصباح الدین ، مېټرو پولېټن صدر عمر خطاب، پخوانے چیئرمېن عامر خان او نور عهدېداران هم ده سره وو۔ په دې موقع خپل خطاب كښې ګورنر ووئيل پيپلز پارټي د اولسي مسئلو په حل كولو باور لري۔ ده ووئيل كارمندان دې د پارټۍ لا مضبوطولو له خواري وكړي۔ ده په دې موقعه د برکی خېل وېلېج کونسل 36 اړمر میانه تحصیل چمکنۍ كښی د بنك برانچ جوړول ، ديو نيم لاك نفوسو سيمه كښې د بېنظير انكم سپورټ پروګرام دفتر جوړول ٬ د برکی فیډر بحالي او د برېښنا رسول باوري كولو له اړوندو چارواكو ته هدايات جاري كړل۔ ګورنر ته د داؤد برکی اېډوکېټ لخوا خصوصي پګرۍ په سر كړې شوه

مزید خبریں