د خېبر پښتونخو ګورنر سره د لكي مروت امن كمېټۍ پلاوي ملاقات ٬ په سيمه ايزو مسئلو د خيالاتو څرګندونه وشوه

  پېښور ۔ 16 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د لكي مروت امن كمېټۍ  مشر ملك نصير مېداد په مشرۍ كښې پلاوي ملاقات وكړو ٬ په كوم كښې چې په لكي مروت كښې د امن په صورتحال ٬ په دې اړه د امن كمېټۍ په فعال كردار ٬ سيمه ايزو مسئلو ٬ پرمختيائي منصوبو  او نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ګورنر …

 

پېښور ۔ 16 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د لكي مروت امن كمېټۍ  مشر ملك نصير مېداد په مشرۍ كښې پلاوي ملاقات وكړو ٬ په كوم كښې چې په لكي مروت كښې د امن په صورتحال ٬ په دې اړه د امن كمېټۍ په فعال كردار ٬ سيمه ايزو مسئلو ٬ پرمختيائي منصوبو  او نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې په ملاقات كښې په سيمه كښې پرمختيائي منصوبو سره په اړوندو وړاندېزونو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع ګورنر ووئيل د امنيتي ځواكونو او اولس ترمينځه تعاون امن په ځائې كولو له زيات مهم دے۔ده ووئيل زما تل دا دريځ پاتے شوے دے چې خپله منطقه كښې امن لپاره به مونږ له خپل كردار ترسره كولو سره د خپلو نسلونو سباؤن غوره جوړول وي۔ ده لكي مروت كښې امن په ځاې كولو كښې د امن كمېټۍ كردار وستائلو۔ ګورنر د مسئلو حل كولو له ټولو اړوندو چارواكو ته د فوري اقداماتو كولو هدايات جاري كړل