د پیښور تهكال پايان سيمه كښې يو كور كښې د اور لګېدو پېښه ٬ 6 كسان مړه شول

  پیښور 16جولائی(اے پی پی)د پېښور په تهكال پايان سيمه كښې يو كور كښې د اور لګېدو پېښې په نتيجه كښې شپږ تنه مړه شوي۔د پیښور رېسكيو 1122 وياند له مخې اور چې د كور په كومه برخه كښې لګېدلې و هلته فرنيچر او نور سامان پروت و۔ رېسكيو 1122 د پېښې ځاې ته رسېدلو سره په اور قابو وموندلو۔ د مرستې ډلې د سرچ آپرېشن په مهال يوې كمرې …

 

پیښور 16جولائی(اے پی پی)د پېښور په تهكال پايان سيمه كښې يو كور كښې د اور لګېدو پېښې په نتيجه كښې شپږ تنه مړه شوي۔د پیښور رېسكيو 1122 وياند له مخې اور چې د كور په كومه برخه كښې لګېدلې و هلته فرنيچر او نور سامان پروت و۔ رېسكيو 1122 د پېښې ځاې ته رسېدلو سره په اور قابو وموندلو۔ د مرستې ډلې د سرچ آپرېشن په مهال يوې كمرې څخه د 6 كسانو مړي راوويستل۔ په حق رسېدلې كسانو كښې خاوند٬ښځه او بچي شامل دي۔په ابتدائي توګه د اور لګېدو سبب نه دے معلوم شوے۔