خېبرپښتونخوا د 4306 پوليس کانسټيبلز بھرتي مكمل كړه، وزيراعليٰ محمد سهيل افريدي د تقررۍ حکمنامې اوېشلې

پېښور 15 جولائي (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا اته ډويژنز څخه د 4306 پوليس کانسټيبلز بهرتي  مكمل شوه ، وزيراعليٰ محمد سهيل افريدي د تقررۍ حکمنامې اوېشلې ۔ د وزيراعليٰ هاٶس وياند له مخې د صوبې د پوليس افرادي قوت او آپريشنل کيپيسټي كښې د اضافې په لړ كښې مهم پېشرفت شوے ، د صوبې اته ډويژنز څخه 4306 پوليس کانسټيبلز ته د تقررۍ حكمنامې وركولو دستورې ته خپلې وېنا كښې …

پېښور 15 جولائي (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا اته ډويژنز څخه د 4306 پوليس کانسټيبلز بهرتي  مكمل شوه ، وزيراعليٰ محمد سهيل افريدي د تقررۍ حکمنامې اوېشلې ۔ د وزيراعليٰ هاٶس وياند له مخې د صوبې د پوليس افرادي قوت او آپريشنل کيپيسټي كښې د اضافې په لړ كښې مهم پېشرفت شوے ، د صوبې اته ډويژنز څخه 4306 پوليس کانسټيبلز ته د تقررۍ حكمنامې وركولو دستورې ته خپلې وېنا كښې محمد سهيل افريدي ووئيل هيله لرو چې په كوم مېرټ ستاسو بهرتي شوې ده٬ دا مېرټ به په  ديانتداري او ايمانداري به پخپل وظيفائي ژوند هم برقرار اوساتئ۔ ده ووئيل په خېبرپښتونخوا كښې د باني چيئرمين عمران خان د وژن له مخئ مېرټ او سپېځلتيا ته وړومبې پام لرنه كولې شي۔ ده ووئيل صوبائي پوليس، سي ټي ډي او سپيشل برانچ په هېواد كښې د خپلې غوره وظيفائي كاركردګۍ په سبب ځانګړې مقام لري۔ نن تاسو د يو عظيم فورس برخه جوړېږۍ  د دې  د عزت٬ وقار او روايات به په هر حال كښې خيال ساتئ۔

مزید خبریں