پېښور 15 جولائي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي وئيلي دي د شهيدانو په حواله د مولانا فضل الرحمان بيان د افسوس وړ دے، د پاکستان امن د امنيتي ځواكونو د شهيدانو په سبب دے۔ دا خبرې ده د شورو په ورځ خپل بيان كښې وكړې۔ ده ووئيل جوماتونه٬ امام بارګاه او مدرسې د امنيتي ځواكونو د شهيدانو د قربانيو په سبب آبادې دي۔ ده ووئيل د …
مونږ خپلو امنيتي ځواكونو او شهيدانو سره څنګ په څنګ ولاړ يو۔ فيصل كريم كنډي
پېښور 15 جولائي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي وئيلي دي د شهيدانو په حواله د مولانا فضل الرحمان بيان د افسوس وړ دے، د پاکستان امن د امنيتي ځواكونو د شهيدانو په سبب دے۔ دا خبرې ده د شورو په ورځ خپل بيان كښې وكړې۔ ده ووئيل جوماتونه٬ امام بارګاه او مدرسې د امنيتي ځواكونو د شهيدانو د قربانيو په سبب آبادې دي۔ ده ووئيل د دې شهيدانو له امله مونږ يو كال وړاندې هند ته عبرتناكه ماتې وركړې وه۔ ده ووئيل شهيدان زمونږ د سر تاجونه او زمونږ وياړ دي۔ ده ووئيل د مولانا فضل الرحمان بيانيې څخه به هېواد دښمن قوتونه خوشحاله شوې وي ۔ ده ووئيل د پوځ٬ ايف سي او د پوليس شهيدانو قربانيو په سبب موڼږ د سكون خوب كوٶ۔ ده ووئيل مولانا فضل الرحمان له په دې بيان ټول قام او د شهيدانو كورنيو څخه معافي غوښتل پكار ده









