د رياست مخالف عناصرو سره د آئين خلاف خبرې اترې نشي كېدې۔ مير سرفراز بګټي

  کوئټه 14 جولائي (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي وئيلي دي د پاكستان آئين په دائره كښې هر ډول خبرو اترو له چمتو يوو، خو كوم عناصر چې د پاکستان ماتولو يا تقسيمولو سوچ لري٬ ھغوي سره هېڅ ډول خبرې نشي كېدې۔ دا خبرې ده د نهې په ورځ د بلوچستان 20م نيشنل ورکشاپ ګډون كوٶنكو ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ وزيراعليٰ ووئيل پاکستان او بلوچستان …

 

کوئټه 14 جولائي (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي وئيلي دي د پاكستان آئين په دائره كښې هر ډول خبرو اترو له چمتو يوو، خو كوم عناصر چې د پاکستان ماتولو يا تقسيمولو سوچ لري٬ ھغوي سره هېڅ ډول خبرې نشي كېدې۔ دا خبرې ده د نهې په ورځ د بلوچستان 20م نيشنل ورکشاپ ګډون كوٶنكو ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ وزيراعليٰ ووئيل پاکستان او بلوچستان لازم و ملزوم دي او دا رشته به تر قيامته قائم و دائم وي۔ ده ووئيل  تشدد، سوشل ميډيا او د ترهګرو ملاتړ كوٶنكې غږونه د رياست په ضد كركې ته وده وركوي او د دې چالونو د لارې پاکستان کمزورې او د تقسيمولو سازشونه روان دي۔ ده ووئيل غير متوازن ترقي د تشدد بنيادي سبب نه دے ۔ ده پوښتنه وكړه چې نن د تربت او بلوچستان يو شمېر سيمې د وړاندې نه زياتې پرمختللې دي٬ نو آيا هلته تش په نامه تحريكونه ختم شوې دي؟  د هغه وېنا له مخې د رياست مخالف عناصر د ترقۍ يا پسماندګۍ خاتمې لپاره نه بلكې د ټوپك په زور خپله نظريه تپل غواړي۔ ده ووئيل د رياست مخالف عناصرو سره د آئين منافي خبرې اترې نشي كېدې۔

مزید خبریں