پېښور كښې د سعودي ايئر لائنز نوې دفتر پرانسته

  پیښور 14 جولائي (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي او په پاكستان كښې د سعودي عرب سفير نواف بن سعيد احمد المالكي د سعودي ايئر لائنز د نوي دفتر پرانستې دستوره كښې د خاص مېلمه په حېث ګډون وكړو ۔د پیښور ګورنر هاؤس وياند له مخې دواړو په شريكه توګه د سعودي ايئر لائنز  د نوي دفتر پرانسته وكړه او د دې نه پس يې د دفتر …

 

پیښور 14 جولائي (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي او په پاكستان كښې د سعودي عرب سفير نواف بن سعيد احمد المالكي د سعودي ايئر لائنز د نوي دفتر پرانستې دستوره كښې د خاص مېلمه په حېث ګډون وكړو ۔د پیښور ګورنر هاؤس وياند له مخې دواړو په شريكه توګه د سعودي ايئر لائنز  د نوي دفتر پرانسته وكړه او د دې نه پس يې د دفتر بيلو څانګو دورې كولو سره د وركړی كېدونكو آسانيو جاج واخست۔په دستوره كښې د سعودي ايئر لائن كنټري ډائرېكټر٬ د سعودي سفارت چارواكو٬  ټريول ايجنټس او كاروباري شخصيات هم ګډون كولو ۔ د سعودي ايئر لائنز خېبرپښتونخوا كښې دا وړومبے دفتر دے چرته به چې په اوونۍ كښې 6 پروازونه آپريټ كولې شي۔پرانستې دستورې ته خطاب كښې د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د سعودي سفير نواف بن سعيد احمد المالكي ته پیښور ته په راتګ هركلے اووې او د سعودي ايئر لائنز نوې دفتر قيام يې خېبرپښتونخوا لپاره خوشبينه  وګرځولو۔ده ووئيل  د دې دفتر جوړېدو څخه به د صوبې اولس په خاص توګه حج٬عمره او سعودي عرب ته تلونكو مسافرو ته ښې او آسانې سفري آسانۍ ترلاسه شي۔ګورنر ووئيل خېبرپښتونخوا څخه هر كال په لويه شمېره وګړي حج٬عمره او د روزګار په لړ كښې سعودي عرب ته ځي٬ځكه پیښور څخه جده٬رياض او مدينه لپاره نيغ په نيغه پروازونو پیل كول د وخت مهم ضرورت دے۔ده د سعودي سفير ته پیښور كښې د سعودي قونصلګرۍ جوړولو هم خواست وكړو۔د قونصلګرۍ قيام څخه به د خېبرپښتونخوا اولس ته ويزا او قونصل خذمات ترلاسه كولو كښې لويې آسانۍ ترلاسه شي۔ده هيله څرګنده كړه چې د سعودي سفير په دې لړ كښې موثر كردار ادا كړي۔د دستورې په اختتام د سعودي سفير د خېبرپښتونخوا ګورنر ته يادګاري شيلډ هم وركړو۔

مزید خبریں