د خېبرپښتونخوا وزيراعلیٰ بونير كښې د سي ټي ډي سب انسپكټر په شهادت د غم دړد څرګندونه وكړه

  پېښور 13 جولائي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزير اعلیٰ محمد سهيل آفريدي د ګل په ورځ په بونير كښې د سي ټي ډي سب انسپكټر په شهادت د غم دړد څرګندونه وكړه۔د پېښور وزير اعليٰ هاوس وياند له مخې وزير اعليٰ شهيد سي ټي ډي افسر ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د هغه قرباني به عمر له ياد ساتلې شي۔وزيراعلیٰ محمد سهيل آفريدي ووئيل د ترهه ګرۍ …

 

پېښور 13 جولائي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزير اعلیٰ محمد سهيل آفريدي د ګل په ورځ په بونير كښې د سي ټي ډي سب انسپكټر په شهادت د غم دړد څرګندونه وكړه۔د پېښور وزير اعليٰ هاوس وياند له مخې وزير اعليٰ شهيد سي ټي ډي افسر ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د هغه قرباني به عمر له ياد ساتلې شي۔وزيراعلیٰ محمد سهيل آفريدي ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې پوليس او سكيورټي فورسز قربانۍ د نه هيرولو دي۔وزيراعلیٰ د شهيد كورنۍ سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونه وكړه او د شهيد لوړو درجو له ئې دعا اوكړه۔ده ووئيل ترهه ګر به چري هم پخپلو ناوړو عزائمو كښې كامياب نه شي۔ده ووئيل د امن دښمنانو په ضد كارروائۍ به په بشپړ قوت سره رواني وي۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ بشپړه ختمولو له لوظي يو او قام د خپلو وسله والو سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔