كوئټه 10 جولائي (اے پي پي)د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي وئېلي دي چې منګي ډيم پوليس سټېشن د ترهه ګرو بريد نه پس پېل كړی شوې آپرېشن شعبان كاميابۍ سره روان دے دغسې د 5 جولائي راهيسې په بيلو كښې انټلي جنس بيسډ عمليات شوي چې پكښې تراوسه 75 ترهه ګر وژل شوي۔د سماجي رابطې په وېب سائټ ايكس خپل بيان كښې وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي ووئيل پاك …
آپرېشن شعبان كاميابۍ سره روان دے٬ 5 جولائي نه تراوسه 75 ترهه ګر وژل شوي٬د رياست رټ به په هر صورت باوري كولې شي۔سرفراز بګټي
كوئټه 10 جولائي (اے پي پي)د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي وئېلي دي چې منګي ډيم پوليس سټېشن د ترهه ګرو بريد نه پس پېل كړی شوې آپرېشن شعبان كاميابۍ سره روان دے دغسې د 5 جولائي راهيسې په بيلو كښې انټلي جنس بيسډ عمليات شوي چې پكښې تراوسه 75 ترهه ګر وژل شوي۔د سماجي رابطې په وېب سائټ ايكس خپل بيان كښې وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي ووئيل پاك پوځ، فرنټيئر كور او بلوچستان پوليس په ګډه په غره ايزو سيمو كښې شريك زمكيز او فضائي كاروائي كوي۔ده ووئيل په بلوچستان كښې به د رياست رټ په هر لحاظ باوري كولې شي او ترهه ګر د خپل انجام څخه بچ كېدې نه شي۔ده ووئيل په دې مهال تراوسه په مجموعي توګه 75 ترهه ګر وژل شوي۔ده ووئيل د ترهه ګرو په ضد د فرق نه غېر كاروائۍ به روانې وي او د رياست دښمن عناصر به په هېڅ صورت كښې په خپلو ناوړو عزائمو كښې بريالې نه شي










